سيمه ايزې رابطې د پاكستان د خارجھ پالېسۍ مهمه برخه ده

اشك آباد 26نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې سيمه ايزې رابطې د پاكستان د خارجھ پالېسۍ مهمه برخه ده او پاكستان مينځني آسيائي هېوادونو كښې د ګيټ وے كردار ترسره كوي۔ دوه ورځني"ګلوبل سسټين ايبل"ټرانسپورټ كنفرنس ته كښې د خالي په ورځ وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې په مينځني آسيا كښې د ګيټ وے په توګه كردار ترسره كول د پاكستان يوه لويه خبره ده۔وزيراعظم …

اشك آباد 26نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې سيمه ايزې رابطې د پاكستان د خارجھ پالېسۍ مهمه برخه ده او پاكستان مينځني آسيائي هېوادونو كښې د ګيټ وے كردار ترسره كوي۔ دوه ورځني”ګلوبل سسټين ايبل”ټرانسپورټ كنفرنس ته كښې د خالي په ورځ وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې په مينځني آسيا كښې د ګيټ وے په توګه كردار ترسره كول د پاكستان يوه لويه خبره ده۔وزيراعظم ووئيل امن ناكه ګاونډيتوب نظريه د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنيادي اصول دي او د امن او سلامتيا نه غېر د پرمختيائي پالېسو ميوو څخه استفاده نه شي كېدے۔ده ووئيل پاكستان د خپلو ذمه وارو په حقله په بشپړه توګه لوظي دے۔ده ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پشان پروژو د لارې د پاكستان جعرافيائي اهميت لا زيات شوے او دې سره به د جغرافيائي پرمختګ اهداف ترلاسه كولو كښې مرسته وشي۔ده ووئيل سي پېك د بېلو پرمختيائي بنيادي ډهانچې پروژو مجموعه ده او دې سره به د سيمې سره رابطو ته وده ترلاسه شي۔ده ووئيل شريكې مرستې او هڅو سره د خپل اولس لپاره د څوكالۍ٬امن او پرمختك لوظونه ترسره كېدے شي۔ده اشك آباد لوظ نامه كښې د پاكستان د ګډون اعلان وكړو او هيله يې څرګنده كړه چې دا لوظ نامه به د امن ناكه ګاونډيتوب خوب پوره كولو كښې مرستياله وګرځي۔دې سره به د سيمې هېوادونو ترمينځه رابطې زياتې شي۔كنفرنس ته په خپل خطاب كښې د تركمانستان اولس مشر قربان علي بردي محمدوف ووئيل د جديد ټرانسپورټ نظام سره به د هېوادونو ترمينځه په نړيواله كچه اړيكو زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل د ټرانسپورټ څانګې پرمختګ له تركمانستان د پالېسۍ ترمخه اقدامات كوي۔په كنفرنس كښې د وزيراعظم د خارجه چارو مرستيال طارق فاطمي٬د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي او تركمانستان كښې د پاكستان سفير هم ګډون وكړو۔د دې نه وړاندې وزيراعظم د آزادۍ د يادګار دوره وكړه او د ګلونو څادې يې خپور كړو

مزید خبریں