اشك آباد 26نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف پھ افغانستان كښې د امن او استحكام لپاره د هڅو په غرض د پاكستان د كلك عزم پخلے وكړو٬پاكستان به امن عمل له جدي هڅې روانې ساتي۔د افغان حكومت په مشرۍ كښې د سياسي خبرو اترو د لارې حل په افغانستان كښې د اوږدې مودې امن له يو ښه آپشن دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ اشك …
وزيراعظم محمد نواز شريف پھ افغانستان كښې د امن او استحكام لپاره د هڅو په غرض د پاكستان د كلك عزم پخلے وكړو

مزید خبریں
اشك آباد 26نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف پھ افغانستان كښې د امن او استحكام لپاره د هڅو په غرض د پاكستان د كلك عزم پخلے وكړو٬پاكستان به امن عمل له جدي هڅې روانې ساتي۔د افغان حكومت په مشرۍ كښې د سياسي خبرو اترو د لارې حل په افغانستان كښې د اوږدې مودې امن له يو ښه آپشن دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ اشك آباد كښې د پائيدار ټرانسپورټ په اړه د نړيوال كنفرنس په مهال د افغانستان اولس مشر اشرف غني سره د ملاقات پھ مهال په خبرو كښې وكړه۔دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو مستحكمولو او په افغانستان كښې د امن او استحكام په اړه د هڅو په حقله د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم په افغانستان كښې د امن او استحكام لپاره د پاكستان د عزم پخلې وكړو او د افغانستان سره دوه اړخيزه سياسي رابطو٬امنيتي مرسته٬تجارت٬راهدارۍ او د اولس ترمينځه د رابطو زياتولو په حاجت يې زور راوړو۔وزيراعظم ووئيل د افغان حكومت او اولس مشر په مشرۍ كښې د سياسي خبرو اترو د لارې حل په افغانستان كښې د اوږدې مودې امن لپاره يو ښه آپشن دے۔ده ووئيل پاكستان به د څلور اړخيزه ډلې پشمول افغانستان كښې امن عمل له آسانيو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔نواز شريف په افغانستان كښې امن او استحكام له د افغان حكومت هڅې وستائېلې او د افغان حكومت او حزب اسلامي ترمينځه شوي امن لوظ نامې حمايت يې وكړو۔دواړو لارښودو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د مرستې په حاجت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه كوم چې د دواړو هېوادونو او سيمې لپاره يو چېلنج او شريك دښمن دے۔وزيراعظم وووئيل د ترهه ګرۍ مخ نيوي له د دواړو هېوادونو امنيتي٬استخباراتي او د ترهه ګرۍ مخ نيوي ادارو ترمينځه مرستې ته اړتيا ده۔په افغانستان كښې د امن او استحكام لپاره اقتصادي پرمختګ په اهميت بحث كولو سره اولس مشر اشرف غني تېره مياشت په برسلز كښې د پاكستان نوي پرمختيائي پېكج 500 ملين ډالر په اعلان د وزيراعظم نواز شريف مننه وكړه۔وزيراعظم تجويز وركړو بايد مونږ اقتصادي پرمختګ تندولو له رابطو ته وده وركړو٬دواړو لارښودو د افغان كډوالو په عزت سره هېواد ته ستنيدو او په افغانستان كښې د بحالۍ پشمول نورو څانګو كښې مرستې ته هم سلا شول۔اشرف غني ګڼ شمېر افغان كډوالو په كوربتوب د پاكستان مننه وكړه










