د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف مومند ايجنسۍ كښې د ترهه ګرو بريد كاميابۍ سره په شنډولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې

اسلام آباد 26نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف مومند ايجنسۍ كښې د ترهه ګرو بريد كاميابۍ سره په شنډولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي پريس رېليز له مخه سرلښكر جنرال راحيل شريف مومند ايجنسي كښې په ګالاني كېمپ د ترهه ګرو بريد په شنډولو د ځواكونو په وخت كاروائي وستائېله۔پھ …

اسلام آباد 26نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف مومند ايجنسۍ كښې د ترهه ګرو بريد كاميابۍ سره په شنډولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي پريس رېليز له مخه سرلښكر جنرال راحيل شريف مومند ايجنسي كښې په ګالاني كېمپ د ترهه ګرو بريد په شنډولو د ځواكونو په وخت كاروائي وستائېله۔پھ دې بريد كښې څلور بريد كونكي وژلې شوي۔پھ دې مهال د امنيتي ځواكونو دوه اهلكار هم شهيدان شوي۔ امنيتي ځواكونو د خپل ځان قرباني وركولو سره د ځانمرګي بريد كونكو عزائم ناكامه كړي۔ تفصيلاتو له مخې سهار 6 بجې په لويه توګه د وسلې سره 4 ځانمرګي بريد كونكو ګالاني كېمپ ته د داخلېدو هڅه وكړه او په رهائشي سيمه كښې يې په يو جومات بريد وكړو چرته چې ګڼ ريكروټس لمونځ ادا كولو٬ د چاودېدونكو توكو څخه ډك جيكټ اچولو سره ترهه ګرو ډزې كولو سره جومات ته د ننوتلو هڅه وكړه خو د ګارډ وظيفه ترسره كونكې امنيتي اهلكارو دوي د جومات څخه بهر ودرول٬امنيتي اهلكارو كاميابۍ سره بريد كونكي په ولقه كښې واخستل دغسې دوه بريد كونكو خپل ځان والوزولو پاتې بريد كونكي امنيتي اهلكارو ووژل او د لويې زيان څخه يې بچ كړل۔د بريد كونكو د ډزو په نتيجه كښې دوه امنيتي اهلكار شهيدان او 14 ژوبل شوي

مزید خبریں