سرینګر ۔ 8 دسمبر (اے پی پی) د مقبوضہ کشمیر جموں سيمې پونچ ضلع كښې د يوې ترافيكي پېښې په نتيجه كښې 11 تنه مړه شوي دي۔ د كشمير ميډيا سروس ترمخه پونچ څخه روران مسافر بس پلره نومې سيمه كښې سړك څخه خوئيدو سره ژورې كندې ته پرېوتو چې په نتيجه كښی ئې د ابتدائي اطلاعاتو ترمخه 11 تنه مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ ژوبل شوي كسان منډي روغتون ته رسولې شوي۔