د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د اېف پي سي سي آئي صدر رؤف عالم او پخواني صدر مزمل صابري وليدل

اسلام آباد 25نومبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د فېډرېشن آف پاكستان چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري( اېف پي سي سي آئي) صدر رؤف عالم او پخواني صدر مزمل صابري ملاقات كړې دې ۔د اېف پي سي سي آئي صدر رؤف عالم د صنعتي څانګې لپاره په نرخونو كښې 200 فيصد كمې د وزيراعظم محمد نواز شريف مننه كولو سره ووئيل دې اقدام سره به …

اسلام آباد 25نومبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د فېډرېشن آف پاكستان چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري( اېف پي سي سي آئي) صدر رؤف عالم او پخواني صدر مزمل صابري ملاقات كړې دې ۔د اېف پي سي سي آئي صدر رؤف عالم د صنعتي څانګې لپاره په نرخونو كښې 200 فيصد كمې د وزيراعظم محمد نواز شريف مننه كولو سره ووئيل دې اقدام سره به صنعتونو له آسانۍ ترلاسه شي او ستونزې به كمې شي او پېداوار به زيات شي۔په دې موقع د خزانې وزير اسحاق ډار ووئيل حكومت د صنعتي څانګې مسئلو كمولو له ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل كاروباري او تجارتي هلو ځلو ودې له حكومت ښه چاپېرچل وركولو له لوظي دے۔ده ووئيل اوس دا د كاروباري ورورورلۍ ذمه واري ده چې غېر ملكي زرمبادلې ترلاسه كولو له برآمدات له وده وركړي۔د اېف پي سي سي آئي صدر رؤف عالم د خزانې وزير له كلنه ايكسپورټ ټرافي فنكشن كښې د ګډون كولو بلنه وركړه كومه به چې دسمبر مياشت كښې اېف پي سي سي آئي كښې كېږي۔ده ووئيل دې دستوره كښې د مشر مېلمه په حېث ګډون كولو له وړاندې نه وزيراعظم ته بلنه وركړې شوې ده

مزید خبریں