هند ٬ چهتيس ګړھ كښې د نښتې پېښې په مهال د نكسل 8 ياغيان او دوه پوليس اهلكار مړه

نوے ډيلے 27 نومبر (اے پي پي) د هند په چهتيس ګړھ كښې د نښتې پېښې په مهال د نكسل 8 ياغيان او دوه پوليس اهلكار مړه شوې دي۔ د هندي ميډيا له مخې پېښه په سوكما ضلع كښې تېلانګا سرحدي سيمه كښې رامخې ته شوې۔ د ځائي پوليس مشر له مخې قانون نافذ كوٶنكي اهلكار په سيمه كښې د ماٶ ياغيانو په ضد عملياتو لپاره موجود وو۔ ده ووئيل د نښتې نه پس په سيمه كښې د نكسل ياغيانو 8 مړي ترلاسه شوې دي او په دې مقابله كښې د پوليسو دوه اهلكار هم مړه شوې دي۔ د يادونې وړ ده چې ماٶ ياغيان د هند نزدې 20 رياستونو كښې موجود دي ولې دوئي زياتره كاروائۍ چھتیس ګړھ، اړیسه، بهار، جھارکھنډ او مهاراشټر كښې كوي