هيرات 26 نومبر (اے پي پي)د لوېديز افغانستان په فرح ولايت كښې د طالبانو په بريد كښې 22 پوليس اهلكار مړه شوي دي۔د مېډيا راپور له مخې د فرح ولايت روغتون ډائرېكټر شير احمد ويډا ووئيل چې طالبانو لخوا په افغان پوليس د اتوار په ورځ كړي بريد كښې 22 پوليس اهلكار مړه او 2 افسران ژوبل شوي دي