وزيراعظم نواز شريف “د غوره ټرانسپورټ په حقله نړيوال كنفرنس”كښې ګډون لپاره(نن)په دوه ورځنۍ دوره تركمانستان ته ځي

اسلام آباد24 نومبر(اے پی پی) وزيراعظم نواز شريف د تركمانستان اولس مشر په بلنه(نن)د جمعې پھ ورځ تركمستان ته روانېږي ۔دې به د پاكستاني پلاوي مشري كوي او د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې آشق آباد كښې د "غوره ټرانسپورټ په حقله اولني نړيوال كنفرنس"كښې به ګډون كوي۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان ترمخه د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كی مون او تركمستان به د دې كنفرنس …

اسلام آباد24 نومبر(اے پی پی) وزيراعظم نواز شريف د تركمانستان اولس مشر په بلنه(نن)د جمعې پھ ورځ تركمستان ته روانېږي ۔دې به د پاكستاني پلاوي مشري كوي او د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې آشق آباد كښې د “غوره ټرانسپورټ په حقله اولني نړيوال كنفرنس”كښې به ګډون كوي۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان ترمخه د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كی مون او تركمستان به د دې كنفرنس په ګډه كوربتوب كوي۔په دې كښې به 1500 كسان ګډون كوي۔په كومو كښې چې اولس مشران٬وزيران٬د سول سوسائټۍ لارښود او د ملګرو ملتونو عهديداران شامل دي۔كنفرنس كښې به غوره پرمختګ له د 2030 ايجنډې تر سره كولو په لړ كښې د غوره ټرانسپورټ په وده او كردار خبرې كولې شي۔پاكستان او چين ګوادر او كراچۍ كښې خپلو بندرځايونو ته غوره مواصلاتي تړون لپاره پاك چين اقتصادي راهداري پېل كړې ده ۔وزيراعظم نواز شريف به د خپلې دورې په مهال د تركمانستان اولس مشر قربان علي بردي محمدوف سره هم مهم ملاقات كوي۔دې سره سره به د دواړو هېوادونو مشرتابه ته د شريكې خوښې په دوه اړخيزو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونې موقع تر لاسه شي

مزید خبریں