اېن اېل سي په ګلګت بلتستان كښې په څلورو مهمو پروژو كار كوي چې ورسره به د سيمې د اولس په سماجي او معاشي حالاتو كښې مثبت بدلون راشي

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) نېشنل لاجسټك سېل﴿ اېن اېل سي﴾ په ګلګت بلتستان كښې په څلورو مهمو پروژو كار كوي چې ورسره به د سيمې د اولس په سماجي او معاشي حالاتو كښې مثبت بدلون راشي۔ د اېن اېل سي لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې پروژو كښې د ګلګت نلتر سړك بيا رغونه٬ د زړه د رنځ جديد روغتون٬ د تكنيكي تربيې اداره او …

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) نېشنل لاجسټك سېل﴿ اېن اېل سي﴾ په ګلګت بلتستان كښې په څلورو مهمو پروژو كار كوي چې ورسره به د سيمې د اولس په سماجي او معاشي حالاتو كښې مثبت بدلون راشي۔ د اېن اېل سي لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې پروژو كښې د ګلګت نلتر سړك بيا رغونه٬ د زړه د رنځ جديد روغتون٬ د تكنيكي تربيې اداره او په ګلګت كښې د اوبو ويستلو د پلانټ تنصيب شامل دي۔ په دې پروژو د ګلګت بلتستان په فنډونو د نفع نقصان نه بغېر كار روان دے۔ په ګلګت بلتستان كښې پروژو لپاره خاص مانېټرنګ يونټ هم جوړ كړے شوے۔

مزید خبریں