د بلوچستان وزیراعلیٰ سوراب او مستونګ كښې  په کامیاب آپریشنز امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

  کوئټه۔ 22 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي  په سوراب او مستونګ كښې  په کامیاب انټیلې جنس بیسډ آپریشنز  امنيتي ځواكونو او د  قانون نافذ کوونكو ادارو ته په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې  كولو سره وئېلي دي د ترهه ګرو د ژالو ړنګول او د ځان مرګي بريدونو په  منصوبه بندۍ كښې د ككړو عناصر ګرفتاري د  قانون نافذ کوونكو ادارو  لويه کامیابي ده ۔وزیراعلیٰ ہاوس …

 

کوئټه۔ 22 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي  په سوراب او مستونګ كښې  په کامیاب انټیلې جنس بیسډ آپریشنز  امنيتي ځواكونو او د  قانون نافذ کوونكو ادارو ته په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې  كولو سره وئېلي دي د ترهه ګرو د ژالو ړنګول او د ځان مرګي بريدونو په  منصوبه بندۍ كښې د ككړو عناصر ګرفتاري د  قانون نافذ کوونكو ادارو  لويه کامیابي ده ۔وزیراعلیٰ ہاوس نه  جاري بيان كښې وزیراعلیٰ میرسرفرازبګټي ووئېل د بلوچستان د امن  له مينځه د وړولو هر سازش به ناكامه كولې شي  او  د  ریاست دښمنه عناصر  لپاره  به كوم رعایت نه وي ۔هغه ووئېل د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو او  د هغوي  د سهولت کارو خلاف کارروائۍ به تر منطقی انجام  روانې وي  ۔میر سرفراز بګتي ووئېل  د بلوجستان حکومت د ترهه ګرۍ  مکمل خاتمې  له د امنيتي ځواكونو او  د قانون نافذ کوونكو ادارو سره اوږه په اوږه  ولاړ دے ۔ د هغه وېنا وه  بلوچستان كښې امن، استحکام او د اولس د ځان و مال تحفظ ته حکومت پام لرنه كوي  او د ترهه ګرۍ خلاف جنګ  به د مكمل   قوت سره روان  ساتلې شي ۔وزیراعلی ووئېل د امنيتي ځواكونو  قربانۍ او  کامیابۍ د ټول  قام  لپاره د وياړ دړ دي او د ترهه ګرۍ  ناسور د جرړۍ  ويستلو لپاره ېه حکومت  ټول شته وسائل پكار راولي۔

مزید خبریں