ابوظهبي 14 نومبر (اے پي پي) ترکمانستان څخه د افغانستان د لارې ګاز پاكستان او هند ته د سپلائي كولو لويه منصوبې "تاپي ګاز پائپ لائن" لپاره د حتمي سرمايه كارۍ او فنډنګ ترلاسه كولو له پرېكړه به راتلونكي كال كېږي چې ورسره به په دې منصوبه د يوې لسيزې راهسې د لګېدلي شوي جمود چاپ ختم شي۔ دا خبرې د تاپي ګاز پائپ لائن چيف اېګزېكټو محمت ميروت امانوف …
په تاپي ګاز پائپ لائن پروژه پېشرفت ٬ د منصوبې اېف ډي آئي به راتلونكې كال ترسره كړې شي

مزید خبریں
ابوظهبي 14 نومبر (اے پي پي) ترکمانستان څخه د افغانستان د لارې ګاز پاكستان او هند ته د سپلائي كولو لويه منصوبې “تاپي ګاز پائپ لائن” لپاره د حتمي سرمايه كارۍ او فنډنګ ترلاسه كولو له پرېكړه به راتلونكي كال كېږي چې ورسره به په دې منصوبه د يوې لسيزې راهسې د لګېدلي شوي جمود چاپ ختم شي۔ دا خبرې د تاپي ګاز پائپ لائن چيف اېګزېكټو محمت ميروت امانوف ابوظهبي كښې د صنعتي كنفرنس په مهال كړې ۔ ده ووئيل د منصوبې لګښت د 10 بېليونه ډالرو څخه 7 بېليونه ډالرو ته راغلې او په وړومبي پړاٶ كښې به 5 بېليونه ډالره خرڅ كولې شي۔ ده ووئيل د راتلونكي كال په وړومبنو شپږو مياشتو كښې به د فائنل انوسټمنټ ډيسيژن (اېف ډي آئي) نه پس مرحله وار به افغانستان ٬ پاكستان او هند لپاره د دې روټ جوړولو معاملې بشپړې شي۔ وړومبي پړاٶ كښې به د افغانستان كار بشپړ كړې شي او پاكستان لپاره به په دې منصوبه 2 نور كالونه لګي۔ ده ووئيل د المان او اټاليې كمپنۍ په منصوبه كښې معاونت كوي څوك چې به دې منصوبې آلاتو برآمد كولو لپاره فنډ وركوي









