پاكستان منطقه كښې اتومي توازن برابر ساتلو سره منطقه د كوم هم ډول حادثې څخه محفوظ ساتلې

كراچۍ 22 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان منطقه كښې اتومي توازن برابر ساتلو سره منطقه د كوم هم ډول حادثې څخه محفوظ ساتلې٬د هېواد دفاعي پیداوار كښې زياتوالي مقصد منطقه كښې د طاقت توازن په ځاې ساتل دي۔پاكستان امن خوښونكې هېواد دے او د هند پشمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره د برابرۍ په كچه د ملګرتيا اړيكې غواړي۔د منطقې هېوادونه بايد د پخوا …

كراچۍ 22 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان منطقه كښې اتومي توازن برابر ساتلو سره منطقه د كوم هم ډول حادثې څخه محفوظ ساتلې٬د هېواد دفاعي پیداوار كښې زياتوالي مقصد منطقه كښې د طاقت توازن په ځاې ساتل دي۔پاكستان امن خوښونكې هېواد دے او د هند پشمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره د برابرۍ په كچه د ملګرتيا اړيكې غواړي۔د منطقې هېوادونه بايد د پخوا غلطو څخه سبق زده كولو سره ټوله نړۍ د لويې تباهۍ څخه بچ كولو له د نورو په كورنيو چارو كښې لاس وهنې څخه ډډه وكړي٬د سيمه ايز امن او استحكام د لارې منطقه كښې پرمختګ او څوكالي باوري كېدے شي۔د دې خيالاتوتو څرګندونه اولس مشر كراچۍ كښې آئيډياز 2016 په مهال يو سېمينار ته خپل صدارتي خطاب كښې وكړه۔سېمينار كښې د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن٬وزيرانو٬پارلماني غړو٬د وسله والو ځواكونو مشرانو او ډي جي ميجر جنرل آغا مسعود اكرم پشمول نورو ګرانو مېلمنو لويې شمېر كښې ګډون وكړو۔اولس مشرووئيل د حكومت د غوره معاشي پالېسو په سوب پاكستان د دفاعي پیداوار پشمول بېلو څانګو كښې پرمختګ كړې۔دا وجه ده چې د دفاعي پېداوار دې نندارتون كښې د وړاندې په مقابله كښې زيات هېوادونه ګډون كوي۔اولس مشر ووئيل په لائن آف كنټرول دجنګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزي كېږي چې په سوب يې د بې ګناه وګړو ځاني زيان كېږي۔ده ووئيل پاكستان به د كشميري اولس بشپړه سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔اولس مشر ووئيل افغانستان زمونږ ګاونډي او ورور هېواد دے د دې امن او استحكام لپاره پاكستان اوږدې مودې راهيسې هڅې كوي۔ده ووئيل پاك چين اقتصادي راهدارۍ څخه ټوله منطقه ګټھ پورته كولې شي

مزید خبریں