اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز سېنېټ ته وئېلي دي په بهرنو هېوادونو كښې پاكستاني مشنز كښې د سفيرانو او هائي كمشنرز ټاكنې او ترقۍ لباره كوټه سسټم نه وي۔د نهې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د حافظ حمد الله د پوښتنې په ځواب سرتاج عزيز ووئيل په بهر هېوادونو كښې د پاكستاني مشنز شمېره 119 ده ۔په …
پاكستاني مشنز كښې د سفيرانو او هائي كمشنرز ټاكنې او ترقۍ لپاره كوټه سسټم نشته

مزید خبریں
اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز سېنېټ ته وئېلي دي په بهرنو هېوادونو كښې پاكستاني مشنز كښې د سفيرانو او هائي كمشنرز ټاكنې او ترقۍ لباره كوټه سسټم نه وي۔د نهې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د حافظ حمد الله د پوښتنې په ځواب سرتاج عزيز ووئيل په بهر هېوادونو كښې د پاكستاني مشنز شمېره 119 ده ۔په دې كښې د سفير په كچه مشنز 85 دي۔كوټھ سسټم د ابتدائي بهرتۍ لپاره وي۔بهر هېوادونو كښې په ځاې كړې شويو سفيرانو او هائي كمشنرز شمېره 78 ده او په دې كښې كوټه سسټم نه وي۔دا مهال په هائي كمشنر او سفيرانو كښې د دوه تعلق اسلام آباد٬پنجاب څخه 46 ٬ سندھ رورل څخه 6 ٬ سندھ اربن څخه 6 ٬ كے پي كے څخه 9 ٬ بلوچستان څخه 4 ٬ فاټا څخه درې او اے جے كے څخه دوه كسان دي۔فارن سروس كښې د ګرېډ 16 او پورته چارواكو شمېره 241 ده










