د فوکو شیما جوهری بجلی ګھر يو پلانټ کولنګ سسټم بند شوې، ځينو سيمو كښې ټرېن سروس په عارضی توګه معطل

ټوکیو 22 نومبر (اے پی پی)د جاپان شمالي ختيزو سيمو كښې د نهې پھ ورځ د 7.4 شدت زلزلې نه پس 1.4 میټره دنګې سمندري چهپې ساحلی سيمو سره وجنګېدلې خو په سمدستي توګه د كوم مالي يا ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ د جاپان ورځپاڼې له مخې د زلزلې له امله د فوکو شیما جوهری بجلی ګھر د يو پلانټ کولنګ سسټم بند شوې۔ د جاپان نیوکلیئر …

ټوکیو 22 نومبر (اے پی پی)د جاپان شمالي ختيزو سيمو كښې د نهې پھ ورځ د 7.4 شدت زلزلې نه پس 1.4 میټره دنګې سمندري چهپې ساحلی سيمو سره وجنګېدلې خو په سمدستي توګه د كوم مالي يا ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ د جاپان ورځپاڼې له مخې د زلزلې له امله د فوکو شیما جوهری بجلی ګھر د يو پلانټ کولنګ سسټم بند شوې۔ د جاپان نیوکلیئر رېګولېشن اتھارټی لخوا جاری شوي بيان له مخې د زلزلې نه 11 دقيقې پس د ری ایکټر لمبر 3 کولنګ سسټم ټېنك كښې د اوبو كچه كمېدو له مخې پخپله بند شوې وو خو د بشپړه څارنې نه پس بيا بحال كړے شو۔ د جاپان چارواكو له مخې د زلزلې نه پس میاګی او فوکو شیما ساحلی ضلعو لپاره د سونامی وارننګ جارې كړې شوې وو او دغه سيمو څخه وګړي محفوظ ځايونو ته رسولې شوي۔ د زلزلې له امله ټوهوکو ، جوئټسو او هوکوریکو ، شنکانسن لائنوں د ټرېنونو سروس په عارضی توګه معطل كړې شوې وو

مزید خبریں