دوحه 06 نومبر (اے پی پی)د طالبانو پلاوې به د روس په پايه تخت ماسكو كښې په كېدونكو امن خبرو اترو كښې ګډون كوي۔د المان خپرونې ادارې له مخې د دې خبرې تصديق طالبانو پھ قطر كښې د جوړ كړې دفتر لخوا شوې۔د وياند سهيل شاهين له مخې كنفرنس كښې به د طالبانو پلاوې د افغانستان صورتحال پرامن حل لپاره خپل نقطه نظر وړاندې كوي۔د يادونې وړ ده د تېر …
د طالبانو پلاوې به د ماسكو په امن خبرو اترو كښې ګډون كوي

مزید خبریں
دوحه 06 نومبر (اے پی پی)د طالبانو پلاوې به د روس په پايه تخت ماسكو كښې په كېدونكو امن خبرو اترو كښې ګډون كوي۔د المان خپرونې ادارې له مخې د دې خبرې تصديق طالبانو پھ قطر كښې د جوړ كړې دفتر لخوا شوې۔د وياند سهيل شاهين له مخې كنفرنس كښې به د طالبانو پلاوې د افغانستان صورتحال پرامن حل لپاره خپل نقطه نظر وړاندې كوي۔د يادونې وړ ده د تېر ګل په ورځ د افغانستان امن كونسل هم د جمعې په ورځ ماسكو كښې د كېدونكو امن مذاكراتو كښې خپل څلور كسيزه پلاوې د لېږلو تصديق كړی ؤ ۔د دې څخه وړاندې كانفرنس په اګست كښې د كولو تجويز وركړې شوې ؤ خو د افغان حكومت د اعتراض په سوب دا ځنډولې شوې ؤ









