مونږ هڅه كړې چې د نېب قانون قوي كړې شي٬اوسني حكومت نېب له اختيارات وركړي

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)د دفاع ٬اوبو او برېښنا وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي مونږ هڅه كړې چې د نېب قانون قوي كړې شي٬اوسني حكومت نېب له اختيارات وركړي٬د انتخابي اصلاحاتو كمېټۍ خپل كار روان ساتلې٬د حالاتو ترمخه د ټول ټاكنو په قانون كښې بدلونونه كول پكار دي۔د ګل په ورځ د شخصي ټي چينل پروګرام كښې ده ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ ولوله لرونكې …

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)د دفاع ٬اوبو او برېښنا وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي مونږ هڅه كړې چې د نېب قانون قوي كړې شي٬اوسني حكومت نېب له اختيارات وركړي٬د انتخابي اصلاحاتو كمېټۍ خپل كار روان ساتلې٬د حالاتو ترمخه د ټول ټاكنو په قانون كښې بدلونونه كول پكار دي۔د ګل په ورځ د شخصي ټي چينل پروګرام كښې ده ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ ولوله لرونكې قيادت كښې د خېرښېګړې په ګڼو پروژو كار روان دے او هېواد د خوشحالۍ په لوري ګامزن دے۔هغه ورځ لرې نه ده چې د هېواد نه به په بشپړه توګه تيارې كړی شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د انتخابي اصلاحاتو كمېټۍ خپل كار روان ساتلې ځكه د حالاتو ترمخه د ټول ټاكنو په قانون كښې بدلونونه كول پكار دي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ځينو خلكو پېشه واره ژوند يوازې په قياسونو روان وي او ډېر خلك په ټاك شوز كښې بې ټكټه مزې اخلي٬د هغوي خوښې د تجويز او تبصرو په شكل رامخې ته كېږي۔ده ووئيل په عسكري ادارو كښې د تقرر معامله حساسه ده ځكه مېډيا له دې په دې لړ كښې قياس كول نه دي پكار

مزید خبریں