
اسلام آباد ۔ 5 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د يو سړك يوې منطقې وژن برخه جوړېدو سره چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پېك) به پاكستان او چين سره سره منځني ختيځ او د منځنۍ آسيا هېوادونو ترمينځه د اقتصادي تړون زياتولو لويه ذريعه وګرځي او دې سره سره به د شريكو مقصدونو تحفظ باوري كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د ګل په ورځ د شنګھائي نېشنل ایګزیبېشن اېنډ کنونشن سېنټر كښې د چائنه انټرنېشنل امپورټ اېکسپو (سی آئی آئی ای) پرانستې دستورې ته خطاب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان د لوبو سامان ٬ طبي آلاتو ٬ آئي ټي مصنوعاتو لوئې برآمد كوؤنكې هېواد دے۔ ده ووئيل پاكستان د 35 كالو نه د كم عمر لرونكو په 100 ملينه ځوانانو مشتمل د افرادي قوت هېواد په حېث يو لوئې قوت دے او پاكستان غېر ملكي سرمايه كارو له يو زړه راكښونكې هېواد دے۔ عمران خان ووئيل پاكستان كښې حكومت سپېځلتيا او احتساب باوري كولو او د اولس مسئلو حل كولو له مقصدي او كوټلي ګامونه پورته كول پېل كړې دي ده ووئيل پاكستان د معدنيات او متبادلو وسيلو څخه د توان پېدا كولو بلها پنګې لري چې په سبب ئې پاكستان تر ټولو زيات متنوع هېواد دے۔ وزیراعظم د چين اولس مشر شي جن پنګ وژن وستائلو په كوم كښې چې هغه وئيلي دي چې په يو داسې وخت كښې چې هر يو هېواد په اقتصادي توګه خپل تحفظ له ګامونه پورته كوي د چين دروازې به د نورو لپاره ټولو عمري پرانستې وي۔ وزیراعظم شنګھائی اېکسپو كښې په ګډون او تود هركلي د چين مننه وكړه۔ دې نه وړاندې د چين اولس مشر شي جنګ پنګ د اېكسپو پرانستې دستوره كښې د وزيراعظم عمران خان او نورو نړيوالو لارښودو هركلې وكړو۔