د جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال راشد محمود د چيف آف نيول سټاف اېډمرل محمد ذكاﺀالله سره ملاقات

اسلام آباد21 نومبر (اے پي پي) د جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال راشد محمود چيف آف نيول سټاف اېډمرل محمد ذكاﺀالله سره نيول هېډكوارټر كښې د مخه خښې ملاقات كړے دے ۔نيول هېډكوارټر ته په راتګ محمد ذكاﺀالله جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ته هركلے اووايو۔د پاك بحريه يوې چټك ډلې ده ته سلامي وكړه۔د سلامۍ نه پس جنرال راشد محمود نيول هېډكوارټر كښې د پرنسپل سټاف …

اسلام آباد21 نومبر (اے پي پي) د جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال راشد محمود چيف آف نيول سټاف اېډمرل محمد ذكاﺀالله سره نيول هېډكوارټر كښې د مخه خښې ملاقات كړے دے ۔نيول هېډكوارټر ته په راتګ محمد ذكاﺀالله جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ته هركلے اووايو۔د پاك بحريه يوې چټك ډلې ده ته سلامي وكړه۔د سلامۍ نه پس جنرال راشد محمود نيول هېډكوارټر كښې د پرنسپل سټاف افسرانو سره معرفي كړی شو۔د دې نه پس جنرال راشد محمود د چيف آف نيول سټاف سره ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال نيول چيف د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېتۍ چيئرمېن په حېث د هغه خذمات وستائېل۔نيول چيف د ملاقات په مهال د پاكستان وسله والو ځواكونو آپرېشنل صلاحيتونه او د دريو واړو وسله وال ځواكونو ترمينځه مرسته لا زياتولو پھ لړ كښې د هغه د كردار ذكر وكړو۔اېډمرل محمد ذكاﺀالله د هېواد دفاع او وسله والو ځواكونو لپاره د هغه خذمات هم وستائل۔د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن د پاك بحريه لخوا پھ بشپړه مرسته د چيف آف نيول سټاف مننه وكړه او د پاكستان نيوي او چيف آف نيول سټاف اېډمرل محمد ذكاﺀالله لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه

مزید خبریں