په هند كښې د ريل ګاډي په پېښه كښې 63 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي

لكھنؤ 20 نومبر (اے پي پي) د هند په اترپردېش ايالت كښې د ريل ګاډي په پېښه كښې 63 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي شوي۔ د خبر له مخې دا پېښه د اتوار په سهار د ايالت د كانپور ښار سره نزدې په پوكهرايا سيمه كښې رامېنځ ته شوې۔ وئيلي شوي دي چې د ريل ګاډي 14 ډبې د پټلې څخه كوزې شوې وې چې له امله ئې دا مرګ ژوبل وشوه۔ په پېښه كښې د سلو نه زيات كسان ژوبل شوي دي۔ د پوليسو له مخې دوه سوه كسان بچ كړې شوي دي۔ يو پوليس چارواكي مېډيا ته ووئيل چې ډوه ډبې په خپلو كښې نښتې دي او پرې كولو كار ئې روان دے۔ د ده په وېنا په دې ډبو كښې كم او زيات اويا كسان ګېر شوي دي۔ د يوې اندازې له مخې په هند كښې په يوه ورځ كښې كم او زيات 2 كروړه 30 لكه خلق په رېل ګاډي كښې سفر كوي۔