د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د سندرغاړي اے نيئر په مړينه د هغه كورنۍ سره غمرازي وكړه

لاهور 20 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمه وزيره مريم اورنګزېب د اتوار په ورځ د نامتو سندرغاړي اے نيئر كور ته لاړه او د هغه په مړينه ئې د هغه كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ په دې موقع دوهمې وزيرې ووئيل چې ارواښاده د هېواد اثاثه و٬ په خاص توګه نوي كول لپاره هغه د يوې اكاډمې درجه لرله۔ هغې ووئيل چې كله اے نيئر خپل فني …

لاهور 20 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمه وزيره مريم اورنګزېب د اتوار په ورځ د نامتو سندرغاړي اے نيئر كور ته لاړه او د هغه په مړينه ئې د هغه كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ په دې موقع دوهمې وزيرې ووئيل چې ارواښاده د هېواد اثاثه و٬ په خاص توګه نوي كول لپاره هغه د يوې اكاډمې درجه لرله۔ هغې ووئيل چې كله اے نيئر خپل فني سفر پېل كړو نو هغه وخت د پاكستان ټيلي ويژن نه علاوه كوم بل چېنل نه و خو ده په ډېره خوارې د خپل فن د لارې د هېواد نوم روښانه كړو۔ په دې موقع د اے نيئر كورودانې ووئيل چې خاوند ئې هېواد سره وفا كړې٬ په ټوله نړۍ كښې ئې پروګرامونه كولو سره د پاكستان نوم روښانه كړې٬ هغه د يو پاكستاني سفير حيثيت لرلو۔ اے نئير يوه كونډه او دري بچي پرېښي دي۔

مزید خبریں