د احتساب عمل به په سپېځلي ډول روان وي۔ كوم هم هېواد سره به د هېواد ګټې تر ټولو وړاندې ساتلې شي۔ د شريف كورنۍ مقبوليت تندۍ سره مخ په كمېدو دے۔ زما خيال نه دے چې شريف كورنۍ به نور سياست وكړې شي۔ سي پېك منصوبه ډېره مهمه ده۔ مونږ غواړو چې باقي هېوادونه هم د دې منصوبې انفراسټركچر څخه ګټه پورته كړي۔

د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن نجي ټي پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد ۔ 20 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي حكومت به د هېواد او قام پېسه لوټ كوؤنكي كرپټ عناصر په هېڅ ډول نه پرېږدي۔ د احتساب عمل به په سپېځلي ډول روان وي۔ كوم هم هېواد سره به د هېواد ګټې تر ټولو وړاندې ساتلې شي۔ د شريف كورنۍ مقبوليت تندۍ سره مخ په كمېدو دے۔ زما خيال نه دے چې شريف كورنۍ به نور سياست وكړې شي۔ سي پېك منصوبه ډېره مهمه ده۔ مونږ غواړو چې باقي هېوادونه هم د دې منصوبې انفراسټركچر څخه ګټه پورته كړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د يو نجي ټي وي چېنل پروګرام كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل اولس د پي ټي آئي حكومت نه ډېرې هيلې لري او مونږ به ددغې ترمخه خپله بشپړه هڅه كوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل آئي اېم اېف په شمول په نورو آپشنز غور كوو۔ مونږ به هغه كوو كوم چې د هېواد په ګټه وي۔ ده ووئيل مونږ ته پته ده چې قرضه اخستل د مسئلو حل نه دے ځكه موجوده حكومت خپلو ملګرو هېوادونو سره ه تماس كښې دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت په دور كښې د ډيزل قيمت كم شوې دې۔ د برېښنا په قيمت كومه اضافه لا شوې نه ده۔