د دفاع وزير خواجه آصف د يو كلوميټر اوږد فيض احمد فېض فلائي اوور پرانسته وكړه

سیالکوټ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف عدالت ګړھا، سیالکوټ كښې د 1984 ملین روپو په لګښت د جوړ شوي يو كلوميټر اوږد فېض احمد فېض فلائي اوور پرانسته وكړه۔ وروستو ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل دا فلائي اوور به ښار او د دې آبادۍ له يو مهم اولسي سهولت ثابت شي۔ ده ووئيل د دې منصوبې په سر ته رسېدو د وزيراعلی …

سیالکوټ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف عدالت ګړھا، سیالکوټ كښې د 1984 ملین روپو په لګښت د جوړ شوي يو كلوميټر اوږد فېض احمد فېض فلائي اوور پرانسته وكړه۔ وروستو ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل دا فلائي اوور به ښار او د دې آبادۍ له يو مهم اولسي سهولت ثابت شي۔ ده ووئيل د دې منصوبې په سر ته رسېدو د وزيراعلی مريم نواز مننه كوم۔ ده ووئيل د سيالكوټ رنګ روډ په اولني پړاؤ به ډېر زر كار پېل شي۔ ده ووئيل وزيراعلی مريم نواز شريف د معاشي ستونزو باوجود پرمختيائي منصوبې روانې ساتلې دي په دې مونږ د هغې مننه كوو۔ خواجه آصف ووئيل سيالكوټ د لويو فرزندانو خاوره ده او فېض احمد فېض ددې ښار عظيم فرزند ٬انقلابي شاعر او د خواري كښې طبقې آواز و۔ ده ووئيل د سيالكوټ د اولس په خوښه دا فلائي اوور د دغه عظيم فرزند فېض احمد فېض نوم ته منسوب كړے شوے دے۔ ده ووئيل كوم قومونه چې خپل احسان كوونكي هېروي تاريخ هم هغوي هېروي۔