د بلوچستان حكومت او زيارت دھرنا كمېټۍ ترمنځه كامياب مذاكرات ، كوئټه كښې روانه دھرنا ختمه كړې شوه : د وزيراعلی مرستيال

کوئټه۔ 18 جولائی (اے پی پی) د بلوچستان حكومت او زيارت دھرنا كمېټۍ ترمنځه له كامياب مذاكراتو څخه وروستو په كوئټه كښې روانه دھرنا ختمه كړې شوه او صوبائي حكومت د شهيدانو مړي خپلې پلرنۍ سيمې زيارت ته د منتقل كولو ټول انتظامات بشپړ كړي دي۔ د بلوچستان وزيراعلی د اطلاعاتو او سياسي چارو مرستيال شاهد رند ووئيل چې د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په هدايت د شهيدانو د جسدونو …

کوئټه۔ 18 جولائی (اے پی پی) د بلوچستان حكومت او زيارت دھرنا كمېټۍ ترمنځه له كامياب مذاكراتو څخه وروستو په كوئټه كښې روانه دھرنا ختمه كړې شوه او صوبائي حكومت د شهيدانو مړي خپلې پلرنۍ سيمې زيارت ته د منتقل كولو ټول انتظامات بشپړ كړي دي۔ د بلوچستان وزيراعلی د اطلاعاتو او سياسي چارو مرستيال شاهد رند ووئيل چې د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په هدايت د شهيدانو د جسدونو په عزت سره د منتقلۍ خصوصي انتظامات شوي دي۔ ده ووئيل مذاكرات په زړه پورې چاپېريال كښې ترسره شول چې په نتيجه كښېيۍ ټولې چارې په متقفه توګه حل كړې شوې۔ ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ ټول قام لپاره د وياړ وړ دي٬ د بلوچستان حكومت د غمجنيو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك دے او ددوئي د مسئلو حل او خېر ښیګړې له به ټول ممكنه اقدامات روان ساتي۔