د قزاخستان پلازمينه آستانه كښې د اېس سي او غړو هېوادونو وزيراعظمانو 7 مه غونډه په جون 2018ﺀ كښې چين كښې د اېس سي او سټېټ كونسل مشرانو غونډه كښې په شويو لوظنامو عملدرآمد كولو له صلا يوه شوه۔ د غړو هېوادونو ترمينځھ د ګن اړخيزه مرستې پراخا كولو، د استاذانو او طالبعلمانو تګ راتګ ٬ شريكو ريسرچ منصوبو او پېشه ور تعليم ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ ګډون كوؤنكي

اسلام آباد ۔ 20 اکتوبر (اے پی پی) د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سی او) غړ هېوادونو د زده كړو وزيرانو 7مه غونډه د قزاخستان پلازمينه آستانه كښې وشوه۔ د لوړو زده كړو كمېشيون اي ډي ارشد علي غونډه كښې د پاكستان نمائند ګي وكړه۔ د تنظيم د نورو هېوادونو قزاخستان، چین، کرغیزستان،روس، تاجکستان، ازبکستان او هند وزيرانو غونډه كښې ګډون وكړو۔ د غونډې اهتمام د قزاخستان د سائنس او تعليم او خارجه وزارت په مرسته شوې وو۔ د قزاخستان د تعليم او سائنس وزير یرلان سګادیف غونډه كښې خاص مېلما وو۔ غونډه كښې په جون 2018ﺀ كښې چين كښې د اېس سي او سټېټ كونسل مشرانو غونډه كښې په شويو لوظنامو عملدرآمد كولو له صلا يوه شوه۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكو ووئيل چې د غړو هېوادونو ترمينځھ د ګن اړخيزه مرستې پراخا كولو، د استاذانو او طالبعلمانو تګ راتګ ٬ شريكو ريسرچ منصوبو او پېشه ور تعليم ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ غړي هېوادونه په دې هم متفق شوو چې د یونیورسټی آف شنګھائی کوآپرېشن آرګنائزېشن جوړولو او ددې د آپرېټ كولو په اړه د اې سي او حكومتونو ترمينځھ په شوې لوظنامه تندۍ سره عملدرآمد وكړې شي