لاهور 19 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د خالي په ورځ د پيپلز ګوند لارښود جهانګير بدر ارواښاد كور ته لاړو٬ وزيراعظم د ارواښاد كورنۍ سره غمرازي وكړه او د ارواښاد بخښنې لپاره ئې دعا وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې جهانګير بدر يو پوهه سياستدان و او د خپلو سياسي مخالفينو به ئې عزت كولو٬ د ده د وفات په نتيجه كښې …
وزيراعظم محمد نواز شريف د پيپلز ګوند لارښود جهانګير بدر ارواښاد كور ته لاړو

مزید خبریں
لاهور 19 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د خالي په ورځ د پيپلز ګوند لارښود جهانګير بدر ارواښاد كور ته لاړو٬ وزيراعظم د ارواښاد كورنۍ سره غمرازي وكړه او د ارواښاد بخښنې لپاره ئې دعا وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې جهانګير بدر يو پوهه سياستدان و او د خپلو سياسي مخالفينو به ئې عزت كولو٬ د ده د وفات په نتيجه كښې پېدا شوې خلا به پوره نه شي۔ د جهانګير بدر د كورنۍ غړو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې ارواښاد ګوند لپاره لوي خدمات ترسره كړي دي او تل به ياد ساتلې شي۔ د غمرازې كولو نه پس مېډيا سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې ارواښاد جهانګير بدر دې لوي څښتن وبخښي او هغه درجې دې لوړې كړي۔ وزيراعظم ووئيل چې جهانګير بدر يو پوهه سياستدان و او د خپلو سياسي مخالفينو به ئې عزت كولو٬ د ده د وفات په نتيجه كښې پېدا شوې خلا به پوره نه شي۔ وزيراعظم ووئيل چې ارواښاد سره مې ډېر ښه تعلق و٬ زما په زړه كښې د هغه ډېر ښه يادونه دي۔ ده ووئيل چې زمونږ تعلق څو كاله مخكښې جوړ شوے و او په سباؤن كښې به ئې اولاد سره هم ساتلې شي۔ ده ووئيل چې د هغه د دې ځوان زوي كوم چې ما سره ولاړ دے په واده كښې مو هم ګډون كړے و۔ وزيراعظم ووئيل چې كه په سياستدانانو كښې داسې خلق وي نو هغوي د پاكستان د سياست نقشه بدلولې شي۔










