اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز وئيلي دي چې د پاكستان په پرمختيائي چارو كښې د مسيحي ټولنې ځانګړې كردار دے٬ حكومت د مذهبي اقتليتونو د خېر ښېګړې او د دوي د تحفظ باوري كولو نه علاوه په پارلمان او صوبائي اسمبلو خاص اقليتي چوكې زياتې كړې دي٬ دغسې اقليتونو لپاره په سركاري ملازمتونو كښې پنځه فيصده كوټه هم بېله كړې شوې۔ ده …
د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز لخوا آرچ بشپ آف کنټریبری جسټن وېلبې ته د اقليتونو خېر ښېګړې لپاره د حكومتي اقداماتو په اړه بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز وئيلي دي چې د پاكستان په پرمختيائي چارو كښې د مسيحي ټولنې ځانګړې كردار دے٬ حكومت د مذهبي اقتليتونو د خېر ښېګړې او د دوي د تحفظ باوري كولو نه علاوه په پارلمان او صوبائي اسمبلو خاص اقليتي چوكې زياتې كړې دي٬ دغسې اقليتونو لپاره په سركاري ملازمتونو كښې پنځه فيصده كوټه هم بېله كړې شوې۔ ده دا خبرې آرچ بشپ آف کنټریبری جسټن وېلبې ته د اقليتونو خېر ښېګړې لپاره د حكومتي اقداماتو په اړه د بريفنګ وركولو په مهال وكړې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې آرچ بشپ آف كنټرېبري د خالي په ورځ په خارجه دفتر كښې د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز سره ملاقات وكړو۔ ده د آرچ بشپ هركلې كولو سره د هېواد په پرمختګ كښې د پاكستان د مسيحي ټولنې ځانګړې كردار په ډاګه كړو او د پاكستان پشمول په منطقه كښې په تندې سره د بدلېدونكي صورتحال جاج ئې وړاندې كړو۔ وياند ووئيل چې دواړو مشرانو د تشدد مخ نيوي په چارو خبرې وكړې۔ آرچ بشپ آف كنټرېبري د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو اعتراف وكړو او د اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره ئې د پاكستاني حكومت اقدامات وستائيل۔










