اسلام آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ پخوانې چيئرمېن فاروق اېچ نائيك په يوه خله ملګرو ملتونو لپاره د بین الپارلیمانی یونین آسيائي پېسفك ريجن غړې غوره كړې شوې دې۔ دې ځائې څخه د جاري كړې شوي پرېس ريليز ترمخه د بېن الپارلماني يونين راروان كال كښې 140مې او 141 مې غونډې لپاره پاكستان د سېكرټرېټ په توګه غوره كړې شوې دې۔ د پاكستان لخوا سناتور شميم آفريدي ٬ د قومي اسمبلۍ غړي شېر علي ارباب او عمومي سېكتر امجد ملك د آسيائي پارلماني يونين په جنېوا كښې شوې رابطه غونډه كښې د پاكستان نمائندګي وكړه۔ د غونډې په مهال دوئي غړو هېوادونو ته بلنه هم وركړه۔ د آسيائي پارلماني اسمبلۍ صدر او د ترك ګرېنډ اسمبلۍ سپيكر او اے پي اے عمومي سېكتر د پاكستان مهم كردار وستائلو۔