برسلز۔19جون(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير مصدق ملكي وئيلي دي چې د پولې پورې غاړه په دريابونو يو اړخيزه اقدامات سيمه ايز استحكام لپاره خطري دي٬ پاكستان د اوبو د هتھيار په توګه د كارولو كومه هم هڅه د قبولولو وړ نه ګڼي٬ سندھ طاس د نړۍ تر ټولو مضبوط لوظنامه ده كومه چې په يو اړخيزه توګه معطل كېدې نه شي۔ د دې …
اوبه د وسلې په توګه د كارولو كومه هڅې به زغملې نه شي ، سندھ طاس لوظنامه معطل كېدې نه شي: مصدق ملك

مزید خبریں
برسلز۔19جون(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير مصدق ملكي وئيلي دي چې د پولې پورې غاړه په دريابونو يو اړخيزه اقدامات سيمه ايز استحكام لپاره خطري دي٬ پاكستان د اوبو د هتھيار په توګه د كارولو كومه هم هڅه د قبولولو وړ نه ګڼي٬ سندھ طاس د نړۍ تر ټولو مضبوط لوظنامه ده كومه چې په يو اړخيزه توګه معطل كېدې نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده برسلز كښی په د پولې پورې غاړي آبي وسائلو سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل مسئله يوازې د اوبو نه بلكې د انصاف ده۔ ده ووئيل پاكستان په دې وروستيو كښې بدترينو سېلابونو سره مخ پاتے شو چې په نتيجه كښې يۍ د لكھونو په شمېر كسان وځپلې شوو۔ ده ووئيل پاكستان به د خپلو آبي حقونو لپاره په هر قانوني ٬ سفارتي او نړيوال فورم غږ پورته كوي









