اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) نائب وزیرِاعظم اسحاق ډار سره د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي د ټېلېفوني خبرو په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم اسحاق ډار امريكا سره د تاريخي اسلام آباد مفاهمت يادښت په لاس ليك كېدو ايراني مشرتابه ٬ حكومت او اولس له مباركي وركړه۔ ده د مذاكراتو راروان پړاؤ …
سېنېتر اسحاق ډار سره د ايراني خارجه وزير سيد عباس عراقچي ټېلېفوني خبرې، د شريكې خوښی په چارو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) نائب وزیرِاعظم اسحاق ډار سره د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي د ټېلېفوني خبرو په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم اسحاق ډار امريكا سره د تاريخي اسلام آباد مفاهمت يادښت په لاس ليك كېدو ايراني مشرتابه ٬ حكومت او اولس له مباركي وركړه۔ ده د مذاكراتو راروان پړاؤ له د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله ولرله چې دا عمل به كاميابۍ سره مخ په وړاندې لاړ شي او ددې به مثبتې نتيجې رامخې ته شي۔ خارجه وزير عراقچي د ثالث په حېث په پرله پسې هڅو د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔ دواړو لارښودو په سيمه ايزه وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي په لبنان كښې د اسرائيل لخوا د جنګ بندۍ خلاف ورزيو ذكر كولو سره په رامخې ته شوې وضعه سخته اندېښنه ښكاره كړه۔ ايراني خارجه وزير د 30 ايراني وګړو واپسۍ كښې د پاكستان په سهولت كارۍ هم د نائب وزيراعظم مننه وكړه په كومو كښې چې 8 كبان نيونكي شامل دي كوم چې برطانيې په سمندر كښې بچ كړې وو او د عملې 22 غړي په دې وروستيو ورځو كښې د امريكا لخوا ايسار كړې شوي وو۔ دې وګړو لپاره سفري انتظامات د پاكستان د لارې برابرولې شي۔ دواړو لارښودو د پرله پسې رابطې په اهميت او ددې په برقرار ساتلو اتفاق هم وكړو۔










