اسلام آباد۔19جون (اے پی پی) د خزانې او محصولات وزير مملكت بلال اظهر کیانی وئيلي دي چې د راروان مالي كال په مهال به 35 لکه دكانداران په ټېكس نېټ كښې شامل شي، حكومت د تنخواه دارې طبقې ٬ كرونده ګرو ٬ صنعتكار ٬ اېكسپورټ او هر پاكستاني وګړي د ګټو له مخې متوازن بجټ وړاندے كړے دے ، بجټ سره به د هېواد معيشت مضبوط شي۔ د جمعې په …
حكومت د تنخواه دارې طبقې ٬ كرونده ګرو ٬ صنعتكارو ٬ اېكسپورټ او هر پاكستاني وګړي ګټو ته پام كولو سره متوازن بجټ وړاندے كړو : د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني قومي اسمبلۍ كښې څرګندونې
اسلام آباد۔19جون (اے پی پی) د خزانې او محصولات وزير مملكت بلال اظهر کیانی وئيلي دي چې د راروان مالي كال په مهال به 35 لکه دكانداران په ټېكس نېټ كښې شامل شي، حكومت د تنخواه دارې طبقې ٬ كرونده ګرو ٬ صنعتكار ٬ اېكسپورټ او هر پاكستاني وګړي د ګټو له مخې متوازن بجټ وړاندے كړے دے ، بجټ سره به د هېواد معيشت مضبوط شي۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د راروان مالي كال په وفاقي بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره بلال اظهر كياني ووئيل زه ايوان او قوم سره په ګډه وزیرِاعظم شهباز شریف، فیلډ مارشل عاصم منیر او نائب وزيراعظم اسحاق ډار له مباركي وركوم چې د هغوي د هڅو په بركت نن پاكستان ته په نړيواله كچه عزت ترلاسه شوې او د اسلام آباد انډرسټېنډنګ د لارې پاكستان په جنګ بندۍ كښې مهم كردار ترسره كړو په كوم چې ټوله نړۍ مننه كوي۔ ده ووئيل بجټ په حقيقت كښې اولسي بجټ دے۔ وزيراعظم وئيلي وو اول معاشي استحكام او بيا به بهتري رامخې ته كولې شي۔ ده ووئيل په بجټ كښې تنخواه دارې طبقې ته ريليف وركړؤ شوے دے۔ 22 څخه تر 23 لکه آمدن لرونكو له ټېكس 23 څخه كمولو سره 20 كړې شوې۔ د 32 څخه تر 41 لکه آمدن لرونكو له 30 څخه كمولوسره 25 فیصد، 41 څخه تر 56 لکه آمدن لرونكو له 35 څخه كمولو سره 29 فیصد او 56 څخه تر 70 روپۍ آمدن لرونكو لپاره د ټېكس شرح 35 څخه كمولو سره 32 فيصد كړې شوې ده۔ دې سره سره سپر ټېكس هم ختم كړے شوے دے۔ په زرعي مشينرۍ ډيوټي ختمه كړې شوې ده۔ واړه دكانداران به تر 20 كروړه روپو په سېل كولو يو فيصد ټېكس وركوي۔ ده وئيل د هغه ټولو بزنس تنظيمونو مننه كوو كومو چې ددې بجټ ستائنه وكړه۔










