باكو 31 اګست (اے پي پي) د تركيې د قومي اسمبلۍ سپيكر بن علي يلدرم وئيلي دي چې مونږ د هېواد د پرمختګ پرېكړې په خپله كوو۔ د روسيې څخه اخستل شوي اېس 400 توغندي به د ناټو كوم هېواد لپاره خطر ونه ګرځي۔ د تركيې مېډيا له مخې د آزبائيجان په پلازمينه باكو كښې بن علي يلدرم سركاري ټي وي سره په خپله مركه كښې ووئيل چې تركيې د روسيې څخه فضائي دفاعي نظام اخستې دے٬ دا به د ناټو كوم هېواد لپاره كله هم خطر نه وي۔ دا توغندي به د سوئيلي پولو لخوا د راتلونكو خطرو پھ مقابله كښې كارول كېږي۔