واشنګټن۔ 09 نومبر (اے پی پی) د امريكا د مخالفې ډلې كانديد ډونلډ ټرمپ په 276 الېکټورل ووټونه ترلاسه كولو د امریکې 45 م اولس مشر ټاكلې شوې ٬ هغه د حکمران ډېموكرېټك ګوند كانديدې او پخوانۍ اولنۍ مېرمن هېلري ته ماتې وركولو سره په ټوله نړۍ او امريكا كښې رائې عامه او جائزې غلطې ثابتې كړې دي۔ هېلري 218 الېکټورل ووټونه ترلاسه كړي۔ د كاميابۍ ترلاسه كولو څخه وروستو …
ډونلډ ټرمپ په 276 الېکټورل ووټونو ترلاسه كولو د امريكې 45 م اولس مشر وټاكلې شو

مزید خبریں
واشنګټن۔ 09 نومبر (اے پی پی) د امريكا د مخالفې ډلې كانديد ډونلډ ټرمپ په 276 الېکټورل ووټونه ترلاسه كولو د امریکې 45 م اولس مشر ټاكلې شوې ٬ هغه د حکمران ډېموكرېټك ګوند كانديدې او پخوانۍ اولنۍ مېرمن هېلري ته ماتې وركولو سره په ټوله نړۍ او امريكا كښې رائې عامه او جائزې غلطې ثابتې كړې دي۔ هېلري 218 الېکټورل ووټونه ترلاسه كړي۔ د كاميابۍ ترلاسه كولو څخه وروستو ټرمپ هېلري كلنټن ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده د خپلې كورنۍ او ملګرو ستائنه هم وكړه۔ ده ووئيل اولس د خپل روښانه سباؤن لپاره ووټونه اچولې ۔ ده ووئيل مخالفين به ځان سره روانوو او اختلافات به ختموو ۔ ټرمپ د خپل سياسي كېئرېر پېل د 1980ء لسيزې څخه كړې او د ريفارم ګوند او ډېموكرېټك ګوند غړے پاتې شوې او بيا دې په ریپبلکن ګوند كښې شامل شوے۔ ۔هېلري په ټېلېفون كولو هغه له مباركي وركړې ده










