لاهور۔25جولائی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو لنډمهاله وفاقي وزير سيد علي ظفر د صوبائي سر ښار لاهور حلقه اېن اے 135 سټي سكول راوي كېمپس جوهر ټاؤن پولنګ سټېشن كښې خپل ووټ كاسټ كړے۔ په دې مهال ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د كال 2018ﺀ ټاكنې د تاريخ تر ټولو مهمې ټاكنې دې۔ لنډ مهاله حكومت په سپېځلي ډول د كولو لوظ ترسره كړې او د دې ثبوت …
د اطلاعات او خپرونو لنډ مهاله وفاقي وزير سيد علي ظفر اېن اے 135 كښې خپل ووټ كاسټ كړو د ټاكنو په وخت كولو سره ټولې ډنډورې ختمې شوي۔ د ووټرانو 105 ملينه څخه زياتې شمېرې باوجود د پولنګ په موقع غوره انتظامات تر نظره شوي۔ دا ځل به د تېر ځل په مقابل كښې ټرن آؤټ زيات وي۔ د سید علی ظفر میډیا سره خبرې
لاهور۔25جولائی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو لنډمهاله وفاقي وزير سيد علي ظفر د صوبائي سر ښار لاهور حلقه اېن اے 135 سټي سكول راوي كېمپس جوهر ټاؤن پولنګ سټېشن كښې خپل ووټ كاسټ كړے۔ په دې مهال ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د كال 2018ﺀ ټاكنې د تاريخ تر ټولو مهمې ټاكنې دې۔ لنډ مهاله حكومت په سپېځلي ډول د كولو لوظ ترسره كړې او د دې ثبوت په ګرد هېواد كښې په آزادۍ سره د ټاكنو عمل تر سره كېدل دي۔ ده ووئيل پرېكړه به اولس كوي چې اقتدار كوم ګوند ته سپاري۔ ده ووئيل نړيوالې ميډيا هم تول ټاكنو كښې د تاخير خبرې كولې او له هر لوري يوه پروپېګڼده روانه وه ولې پاكستانۍ ميډيا خپل مثبت كردار ترسره كړو۔ وفاقې وزير ووئيل د الېكشن كمېشن مننه كوؤ چا چې هېواد كښې د سپېځلو ټول ټاكنو كولو له مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل د پاكستان پرمختګ ټولټاكنو سره تړلې دے۔ ده ووئيل د ټاكنو په وخت كېدو سره ټولې ډنډورې ختمې شوې۔ د ووټرانو 105 ملين څخه زياتې شمېرې باوجود د پولنګ په موقع غوره انتظامات تر نظره شوي او اولس د امن په چاپېرچل كښې خپل ووټ كاسټ كوي۔ ده هيله ولرله چې تېرو ټول ټاكنو په مقابل كښې به دا ځل ټرن آؤټ زيات ښه وي۔ ده دا هيله هم ولرله چې ماتې خوړونكې ګوند به بريالي ګوند ته مباركي وركړي او دا د جمهوريت اصول هم دي۔ د خبريالاتو پولنګ سټېشن ته ننوتلو اجازې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په دې لړ كښې د الېكشن كمېشن په ضابطه اخلاق عملدرآمد كولې شي۔











