پیښور ۔ 13 جولائي (اے پي پي)ټانک كښې د پولیس بکتر بند ګاړي سره نزدې چاؤدنه كښې د اے ایس آئي بشمول 2 پولیس اهلکار شهیدان او 2 اهلکار ژوبل شول ۔د ډي پي او ټانک عبدالصمد خان تر مخه په جنوبي وزیرستان روډ د پولیس بکتر بند ګاړۍ د معمول په ګزمه ؤ كوم چې د ورانه په مقام د چاودنې سره مخ شو ۔ چاودنه كښې اے …
ټانک كښې د پولیس بکتر بند ګاړي سره نزدې چاودنه ، 2 اهلکار شهیدان ، 2 ژوبل

مزید خبریں
پیښور ۔ 13 جولائي (اے پي پي)ټانک كښې د پولیس بکتر بند ګاړي سره نزدې چاؤدنه كښې د اے ایس آئي بشمول 2 پولیس اهلکار شهیدان او 2 اهلکار ژوبل شول ۔د ډي پي او ټانک عبدالصمد خان تر مخه په جنوبي وزیرستان روډ د پولیس بکتر بند ګاړۍ د معمول په ګزمه ؤ كوم چې د ورانه په مقام د چاودنې سره مخ شو ۔ چاودنه كښې اے ایس آئی فریداللہ او سپاهي اختر زمان په هغه دم شهیدان شول او سپاهي عبدالمالک او قدرت اللہ ژوبل شول ۔ د شهدا جسدونه او ژوبل اهلكار سمدستي ډسټرکټ هیډکوارټر اسپتال ټانک ته منتقل کړے شوي دي ۔ د ډي پي او تر مخه د پیښې تحقیقات روان دي او سيمه ولقه كښې په اغستو د لټون عمليات پېل كړې شوي دي۔









