د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني٬ د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اخترجان مېنګل٬ د جمعيت علما اسلام مركزي عمومي سېكتر سناتور مولانا عبدالعفور حېدري٬ د بلوچستان نګران وزيراعلٰي علاؤالدين مري او نورو په ساروان هاؤس كښې د شهيد سراج رئيساني كورنۍ سره غمرازي وكړه

كوئټه 15 جولائي (اے پي پي) په ساروان هاؤس كښې د اتوار په ورځ د شهيد نوابزاده سراج خان رئيساني د غمرازې كولو لړې روانه وه۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني٬ د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اخترجان مېنګل٬ د جمعيت علما اسلام مركزي عمومي سېكتر سناتور مولانا عبدالعفور حېدري٬ د بلوچستان نګران وزيراعلٰي علاؤالدين مري او نورو په ساروان هاؤس كښې د شهيد سراج رئيساني كورنۍ سره غمرازي …

كوئټه 15 جولائي (اے پي پي) په ساروان هاؤس كښې د اتوار په ورځ د شهيد نوابزاده سراج خان رئيساني د غمرازې كولو لړې روانه وه۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني٬ د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اخترجان مېنګل٬ د جمعيت علما اسلام مركزي عمومي سېكتر سناتور مولانا عبدالعفور حېدري٬ د بلوچستان نګران وزيراعلٰي علاؤالدين مري او نورو په ساروان هاؤس كښې د شهيد سراج رئيساني كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ د عوامي نېشنل ګوند صدر اصغر خان اچكزي٬ د صوبائي اسمبلې پخواني غړي انجينئر زمرك خان اچكزي٬ د بلوچستان نېشنل ګوند مركزي عممومي سېكتر نساتور ډاكټر جهانزېب جمالديني٬ د پيپلز ګوند بلوچستان صدر حاجي علي مدد جتګ٬ پخواني وزيران او نور يو شمېر مشران هم ساروان هاؤس ته لاړل او د سراج رئيساني كورنۍ سره غمرازي وكړه۔