په هند كښې د قبر نه د ژړا په غږ اورېدو كورنۍ ژوندې دفن كړې شوې ماشومه راويستله

نوې ډيلې 29 جون (اے پي پي) په هند كښې د قبر نه د ژړا په غږ اورېدو كورنۍ ژوندې دفن كړې شوې ماشومه راويستله۔ د خبر له مخې د هندي ډاكټرانو د غفلت له امله دفن كړې شوې ماشومه د قبر نه بېرته راويستل شوې۔ د هند خبر رسنې ادارې له مخې د بهار ايالت د ګوپال ګنج صدر روغتون ډاكټرانو د غفلت له امله مړه ګرځول شوې نوې …

نوې ډيلې 29 جون (اے پي پي) په هند كښې د قبر نه د ژړا په غږ اورېدو كورنۍ ژوندې دفن كړې شوې ماشومه راويستله۔ د خبر له مخې د هندي ډاكټرانو د غفلت له امله دفن كړې شوې ماشومه د قبر نه بېرته راويستل شوې۔ د هند خبر رسنې ادارې له مخې د بهار ايالت د ګوپال ګنج صدر روغتون ډاكټرانو د غفلت له امله مړه ګرځول شوې نوې زېږدلې ماشومه كورنۍ دفن كړې وه۔ چا د قبر نه د ماشومې د ژړا غږ واورېدو او هغه كس د دې ماشومې كورنۍ خبره كړه۔ د كورنۍ غړو قبر پرانستو او چې كله ئې ماشومه راويسته نو هغه ژوندې وه۔ ماشومه بېرته د روغتون په اېمرجنسي وارډ كښې علاج لپاره داخله كړې شوې او پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي

مزید خبریں