ټرېپولي 18 جون (اے پي پي) په ختيزه لېبيا كښې په نښتو كښې 34 كسان وژل شوي دي۔ د لېبيا د پوځي چارواكو له مخې نښتې د خليفه حفتر او د نيم پوځي ډلو ترمېنځه شوې دي۔ د عرب مېډيا له مخې د تېرو 48 ساعتونو په مهال په دې نښتو كښې د خليفه حفتر 14 او د نيم پوځي ملېشيا 20 ځوانان وژل شوي دي۔ دا نښتې په ختيزه …
په ختيزه لېبيا كښې په نښتو كښې 34 كسان وژل شوي دي

مزید خبریں
ټرېپولي 18 جون (اے پي پي) په ختيزه لېبيا كښې په نښتو كښې 34 كسان وژل شوي دي۔ د لېبيا د پوځي چارواكو له مخې نښتې د خليفه حفتر او د نيم پوځي ډلو ترمېنځه شوې دي۔ د عرب مېډيا له مخې د تېرو 48 ساعتونو په مهال په دې نښتو كښې د خليفه حفتر 14 او د نيم پوځي ملېشيا 20 ځوانان وژل شوي دي۔ دا نښتې په ختيزه لېبيا كښې آئل فيلډ سره نزدې سيمه كښې شوې دي۔ د هېواد د تېلو قومي كمپنې وئيلي دي چې د نيم پوځي ډلو په بريد كښې د هېواد د تېلو امدن ته د 2 لكه 40 زره بېرل تېلو د كمي زيان رسېدلې۔







