اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي نګران وزيرې روشن خورشيد په مقبوضه كشمير كښې د نوميالي خبريال شجاعت بخاري د قتل سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې هند داسې بزدلانه كارروائې كولو سره د خپلواكې حق او د بې ګناه كشميريانو حقونو لپاره پورته كېدونكي غږونه كله هم نه شي خاموش كولې او نه دې حقونو لپاره روان سوله ايز …
د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي نګران وزيرې روشن خورشيد په مقبوضه كشمير كښې د نوميالي خبريال شجاعت بخاري د قتل سخته غندنه وكره
اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي نګران وزيرې روشن خورشيد په مقبوضه كشمير كښې د نوميالي خبريال شجاعت بخاري د قتل سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې هند داسې بزدلانه كارروائې كولو سره د خپلواكې حق او د بې ګناه كشميريانو حقونو لپاره پورته كېدونكي غږونه كله هم نه شي خاموش كولې او نه دې حقونو لپاره روان سوله ايز تحريك تر پښو لاندې كولې شي۔ په خپل يو بيان كښې هغې ووئيل چې هند د تېر 70 كلونو راهيسې د شجاعت بخاري پشان د سلګونو زرګونو آوازونو خاموش كولو هڅه كړې چې په دې كښې ناكامې سره مخ شوے۔ هغې ووئيل چې هند په مقبوضه كشمير كښې چې څومره ظلمونه زياتوي٬ هم دومره د خپلواكې حق ترلاسه كولو هڅې مخ په زياتېدو دي۔ پاكستانه د كشميريانو هر ډول سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔











