د كراچۍ په لانډهي سيمه كښې د رېل ګاډي په پېښه كښې 17 كسه مړه او د 57 نه زيات ژوبل شول

APP16-03 KARACHI: November 03 – A view of rescue work after collision between Farid Express bound for Karachi from the rear side of Zakariya Express which also heading towards Karachi resulting at least 17 people killed and about 57 others injured in this incident. APP photo by Abbas Mehdi

كراچۍ 03 نومبر(اے پي پي) د كراچۍ په لانډهي سيمه كښې د رېل ګاډي په پېښه كښې 17 كسه مړه او د 57 نه زيات ژوبل شوي دي ۔د كراچۍ رېلوے ډويژن سپرټينډنټ نثار محمود د پیښې په اړه خبريالانو ته ووئيل زكريا ايكسپرېس د لانډهي رېلوے سټېشن سره نزدې ولاړ فريد ايكسپرېس سره ټكر شوے او په نتيجه كښې يې 17 كسه مړه او د 57 نه زيات ژوبل شوي۔ده ووئيل دواړه رېل ګاډي كراچۍ ته روان وو۔ده ووئيل په پېښه كښې ژوبل شوي كسان جناح روغتون ته رسولې شوي او درملنه يې روانه ده۔د رېلوے ډي اېس پي له مخې يو ټرېك بحال كړی شوې او په څو ساعتو كښې به د رېلوے ټرافېك بحال شي۔د پیښې پلټنې پېل كړی شوي۔د كراچۍ كمشنر اعجاز احمد خان مېډيا ته ووئيل د مرستې هلې ځلې په وخت ترسره كړی شوي دي۔