اسلام آباد۔11جون (اے پي پي ) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي پیښور كښې د خیبرپښتونخوا پولیس هیډ کوارټر دورہ وكړه ، د شهيدانو په یادګار يې حاضري وكړه ، د ګلونو څادر پرې اوغوړو او فاتحه خواني يېب وكړه ۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت نه جاري بیان تر مخه د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د پولیس شهداء ته په زرينو ټكو د عقيدت …
د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د خیبرپښتونخوا پولیس هیډ کوارټر دورہ، د شهيدانو په یادګار حاضري، ګلونه پرې كېښودل او فاتحه خواني يې وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔11جون (اے پي پي ) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي پیښور كښې د خیبرپښتونخوا پولیس هیډ کوارټر دورہ وكړه ، د شهيدانو په یادګار يې حاضري وكړه ، د ګلونو څادر پرې اوغوړو او فاتحه خواني يېب وكړه ۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت نه جاري بیان تر مخه د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د پولیس شهداء ته په زرينو ټكو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ داخله وزير محسن نقوي د جدید ټیکنالوجۍ لرونكو ډرونز، وسلې، نائټ وژن ګنز او د نوزرو آلاتو معائنه وكړه ۔ آئي جي خیبرپښتونخوا پولیس ذوالفقار حمید داخله وزير ته د جدید آلاتو په اړه بریفنګ وركړو ۔ د وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې پولیس هیډ کوارټر كښې خاص غونډچه وشوه چې پكښې چیف سیکرټری شهاب علی شاه ، آئي جي پولیس ذوالفقار حمید، آئي جي فیدرل کانسټیبلري نذیر ګاړا، د سي ټي ډي خیبرپښتونخوا مشر او اعلی افسرانو ګډون وكړو ۔ غونچه كښې محسن نقوي ووئېل د خیبرپښتونخوا پولیس د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې په فرنټ لائن دي ۔ د کے پي کے پولیس ته د جدید ټیکنالوجۍ لرونكې وسله او آلات په ترجیحي بنیادونو وركړې كېږي ۔ د خیبرپښتونخوا پولیس اود سي ټي ډي د كار استعداد زياتولو لپاره وفاق او صوبائی حکومت په ګده ټول تر لاسه وسائل وركوي او بيا به هم دا لړۍ روانه وي ۔ده ووئېل د صوبې پولیس او سي ټي ډي ته د ترهه ګرۍ مخ نيوي جدید ټریننګ وركلو كښې به وفاقي حکومت په زړه پورې مرسته كوي ۔ د خیبرپښتونخوا حکومت د اړخه د پولیس بجټ زياتول د ستائنې وړ عمل دے ۔









