پاكستان په وفاقي او صوبائي كچه د ماشومانو مشقت ختمولو او د تحفظ نظام مضبوطولو له اقدامات روان ساتلې دي: د صدر مملكت آصف علي زرداري د چائلډ لېبرخلاف نړيوالې ورځې په مهال پېغام

اسلام آباد۔12جون  (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي  پاكستان په وفاقي او صوبائي كچه د ماشومانو  څخه د مشقت ختمولو او د هغوي د تحفظ نظام مضبوطولو له اقدامات روان ساتلې دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د  ماشومانو مشقت (چائلډ لېبر) خلاف  د نړيوالې ورځې په موقع خپل پیغام كښې وكړه۔ صدر مملكت ووئيل د كوچنيانو تحفظ …

اسلام آباد۔12جون  (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي  پاكستان په وفاقي او صوبائي كچه د ماشومانو  څخه د مشقت ختمولو او د هغوي د تحفظ نظام مضبوطولو له اقدامات روان ساتلې دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د  ماشومانو مشقت (چائلډ لېبر) خلاف  د نړيوالې ورځې په موقع خپل پیغام كښې وكړه۔ صدر مملكت ووئيل د كوچنيانو تحفظ د پاكستان د آئين برخه ده په كومه  چې د آئین آرټیکل 11 له مخې د غلامۍ، جبری مشقت او كوچنيان  د خطرناك نوعيت كارونو كښې د ملازمت وركولو مخ نيوي كوي او آرټيكل 25-اے  د 5 څخه تر 16كالو عمر ټولو كوچنيانو له د وړيا او لازمي تعليمي ضمانت وركوي۔ ده ووئيل دا آئيني دفعات د رياست دا ذمه واري په ډاګه كوي چې هغه  د ماشومانو تحفظ او تعليم ته وده وركول باوري كړي۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان په وفاقي او صوبائي كچه ماشومانو څخه د مشقت ختمولو او  د تحفظ نظام مضبوطولو له اقدامات جاري ساتلي دي۔ ده ووئيل په دې موقع زه مور پلار ٬ آجرين ٬ استاذانو ٬ مذهبي لارښودو ٬ سول سوسائټۍ او ټولو وګړو ته غږ كوم چې هغوي   ماشومان د استحصال څخه محفوظ ساتلو او د هغوي د زده كړو لړۍ روانه ساتلو له خپل فعاله كردار ترسره كړي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل  د كومې هم ټولنې معيار دغلته د ماشومانو سره د سلوك څخه معلوميږي۔ د پاكستان هر  ماشوم ته دې د زده كړو ٬ د ودې  او د يو خوندي او روښانه سباؤن جوړولو موقع وركړے شي۔

مزید خبریں