وزيراعظم محمد شهباز شريف پاكستان ريلويز كښې د جامع اصلاحات لپاره د سټريټجك تګلارې منظوري وركړه ٬عملدرآمد لپاره د نړيوالو پوهانو او د كنسلټنټس خذمات ترلاسه كولو امر

  اسلام آباد 11 جون(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان ريلوے كښې د جامع اصلاحات لپاره  د سټريټجك روډ ميپ منظوري وركولو سره په تګلارې عملدرآمد لپاره د نړيوال شهرت لرونكو پوهانو  او د كنسلټنټس خذمات ترلاسه كولو امر كړے دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان ريلويز كښې  د اصلاحات …

 

اسلام آباد 11 جون(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان ريلوے كښې د جامع اصلاحات لپاره  د سټريټجك روډ ميپ منظوري وركولو سره په تګلارې عملدرآمد لپاره د نړيوال شهرت لرونكو پوهانو  او د كنسلټنټس خذمات ترلاسه كولو امر كړے دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان ريلويز كښې  د اصلاحات په اړه مهمه غونډه وشوه  چې پكښې وزيراعظم  ريلويز كښې جامع اصلاحات لپاره د سټريټجك روډ ميپ منظوري وركړه ۔غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئېل پاكستان ريلويز كښې اولس لپاره سفر او د مال وړل محفوظ او ارزانه ذريعه جوړولو بشپړه استعداد موجود دے۔ده ووئيل فريټ سروس د ريلوے نظام كښې د ملا د تير حېثيت لري٬مال وړونكې څانګې ته دې په ترجيحي بنيادونو وده وركړې شي۔وزيراعظم د ريلوے اصلاحات په روډ ميپ عملدرآمد لپاره د نړيوال شهرت لرونكو  پوهانو او د كنسلټنټس خذمات ترلاسه كولو هدايت سره ووئېل پاكستان ريلويز كښې  دې د نجي څانګې سرمايه كارۍ ته  د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ د لارې وده وركړې شي۔ده ووئيل د ريلوے نظام ښه والي څخه به په سړكونو د ټرافېك فشار كم شي٬جديد او موثر ريلوے نظام د كاربن اخراج كښې د كمي  او ماحول دوسته تګ راتګ زياتولو له مرستياله ثابتېدې شي۔ده ووئيل  د پاكستان ريلوے پرمختګ به د سيمه ايز روابط ودې او  د معاشي هلو ځلو د زياتوالي سبب وګرځي٬د ريلوے په زمكو د نجي څانګې سرمايه كارۍ څخه ترلاسه آمدن د  ريلوے نظام ښه والي لپاره دې وكارولې شي۔غونډې ته  پاكستان ريلويز كښې د جامع اصلاحات سټريټجك روډ ميپ او اهداف په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔روډ ميپ كښې مسافرو او مال وړونكو دواړو څانګو كښې د ماركيټ شيئر زياتولو اهداف شامل دې۔په غونډه كښې وفاقي وزيران احسن اقبال٬احمد خان چيمه٬محمد حنيف عباسي٬د نجكارۍ صلاحكار محمد علي٬د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني او د اړوندو ادارو اعلٰی افسران شريك وو

مزید خبریں