چنګ ډاؤ۔ 10 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د رابطو زياتوالي ٬ شريكې سوكالۍ ٬ تجارت او د اولس ترمينځھ د زيات تړون د لارې د شنګھائي مرستې تنظيم هدفونه ترلاسه كېدې شي۔ يو بل سره د تماس د لارې د منطقې پائيدار امن ٬ پرمختګ او استحكام باوري كېدې شي۔ د سيمه ايز پرمختګ او د بېلټ اېنډ روډ ګام په شمول د ټولو …
د رابطو زياتوالي ٬ شريكې سوكالۍ ٬ تجارت او د اولس ترمينځھ د زيات تړون د لارې د شنګھائي مرستې تنظيم هدفونه ترلاسه كېدې شي۔ يو بل سره د تماس د لارې د منطقې پائيدار امن ٬ پرمختګ او استحكام باوري كېدې شي۔ پاکستان به افغانستان كښې امن او تفاهم له خپله مرسته روانه ساتي۔ د شنګھائي مرستې تنظيم ټول غړي هېوادونه به د پېښو ټولو نړيوالو چېلنجونو مقابلې له يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ وي او پاكستان به سيمه ايز امن او سوكالۍ له خپل كردار ترسره كوي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د چين چنګ ډاؤ ښار كښې د شنګھائي تنظيم مشرانو كونسل پرانستې سېشن ته خطاب

مزید خبریں
چنګ ډاؤ۔ 10 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د رابطو زياتوالي ٬ شريكې سوكالۍ ٬ تجارت او د اولس ترمينځھ د زيات تړون د لارې د شنګھائي مرستې تنظيم هدفونه ترلاسه كېدې شي۔ يو بل سره د تماس د لارې د منطقې پائيدار امن ٬ پرمختګ او استحكام باوري كېدې شي۔ د سيمه ايز پرمختګ او د بېلټ اېنډ روډ ګام په شمول د ټولو منصوبو او په خاص توګه د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پراخه زړه سره بايد ملاتړ وكړې شي۔ مونږ له به د يو بل د تجارانو اېس سی او وېزہ اسانۍ معرفي كولو جاج اخستل وي۔ پاکستان به افغانستان كښې امن او تفاهم له خپله مرسته روانه ساتي۔ د شنګھائي مرستې تنظيم ټول غړي هېوادونه به د پېښو ټولو نړيوالو چېلنجونو مقابلې له يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ وي او پاكستان به سيمه ايز امن او سوكالۍ له خپل كردار ترسره كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه اولسمشر د اتوار په ورځ د چين چنګ ډاؤ ښار كښې د شنګھائي تنظيم مشرانو كونسل پرانستې سېشن ته خطاب كښی وكړه۔ په دې كنفرنس كښې د تنظيم 8 مستقل او مبصر هېوادونو مشرانو او نمائندګانو او د نړيوالو تنظيمونو استازو ګډون وكړو۔ د شنګھائی مرستې تنظيم حوالې سره د ترجيحاتو ذكر كولو سره اولس مشر ووئيل په رابطو كښې د زياتوالي ٬ شريك پرمختګ او سوكالۍ ٬ تجارت او اولسي رابطو كښې د زياتوالي په صورت كښې د پورته كېدونكو ګامونو په نتيجه كښې منطقه كښې د اوږدې مودې امن او استحكام باوري كېدې شي۔ دې سره سره ددې ګامونو په نتيجه كښې به اقتصادي چارې وده ومومي چې ورسره به سيمه ايز تجارت زيات شي۔ اولسمشر ووئيل پرمختيائي منصوبو ته بايد يوازې دعارضي جيو پوليټيكل نظر سره كتل نه دي پكار٬ ټول هېوادونه بايد د سيمه ايز پرمختګ او د بېلټ اېنډ روډ ګام په شمول د ټولو منصوبو او په خاص توګه د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پراخه زړه سره ملاتړ وكړي۔ د تنظيم غړو هېوادونو له د غريبۍ كمي ٬ د كمزورې معيشتونو سره مرستې او د ترهګرۍ او انتها خوښۍ مقابلې له هڅې كول پكار دي۔ ده ووئيل اېس سي او ډوېلپمنټ بېنك او فنډ د دې مقصد په ترلاسه كولو كښې كردار ترسره كولې شي۔ دپاکستان ذکر كولو سره اولس مشر ووئيل د تېرو څو كلونو په مهال پاكستان كښې د امن وضعه ښه شوې او اوس تجارت او سرمايه كارۍ لپاره پاكستان يو محفوظ او غوره چاپېرچل لري۔ د پاكستان معيشت ښې كاميابۍ ترلاسه كړي دي۔ نړيوالې مالياتي ادارې هم د دې اعتراف كړې۔ ده ووئيل په نجی سرمایه کارۍ او د بنيادي اډانې په پرمختګ كښې پاكستان د منطقې اولنې او په نړيواله كچه 5 م لوئې هېواد دے۔ اولسمشر ووئيل افغانستان كښې امن او استحكام د شنګھائي مرستې تنظيم ټولو غړو هېوادونو له يو ډول اهميت لري۔ پاکستان په دې خبره باور لري چې د افغانانو په مشرۍ كښی د امن عمل د لارې افغانستان كښې د امن او استحكام په ځائې كېدل ممكن دي۔ په دې لړ كښې د شنګھائي مرستې تنظيم رابطه ګروپ برائے افغانستان فعاله جوړول خوشبين دي۔ ده ووئيل پاکستان به افغانستان كښې امن او تفاهم له خپله مرسته روانه ساتي۔ اولسمشر ووئيل پاكستان د افغانستان اولسمشر اشرف غني لخوا د جنګ بندۍ او طالبانو ته د امن مذاكراتو غېر مشروط پېشكش خوشبين ګرځوي۔ ده ووئيل ماته په دې خبره كولو خوشحالي محسوسېږي چې پاكستان افغانستان سره امن ٬ سلامتيا او استحكام لپاره دوه اړخيزه اېكشن پلان پېل كړې او هيله ده چې ددې به غوره نتيجې رامخې ته شي او دې سره به افغانستان كښې امن او استحكام په ځائې شي۔ اولسمشر ووئيل پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم غړي هېوادونه د ترهګرۍ مخنيوي له خپلو تجربو كښې شريكولې شي۔ اولس مشر د ګڼو مقصدونو لرونكې غونډې په كولو د چين اولسمشر شي جنګ پنګ ٬ د چين حكومت او اولس مننه كولو سره ووئيل پاكستان په دې تاريخي موقع خصوصي يادګاري ټكټ هم جاري كړې۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان سټریټیجېک چاپېرچل ، بحر هند ته رسنه او د يو لوئې صارف ماركيټ كېدو په سوب دلته موقعې ډېرې زياتې دي۔ ده ووئيل د سي پېك په سبب زمونږ كاميابۍ زياتې شوي دي۔ ددې منصوبې په سبب د تاپی او کاسا 1000 په ډول د سيمه ايزې مرستې منصوبو كښې زمونږ شركت زيات شوې۔ ددې منصوبو پايې ته رسېدو سره به د پاكستان معيشت لا مخ په وړاندې لاړ شي۔ په وژن 2025ء عملدرآمد روان دے۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت صنعتي پېداوار او اقتصادي پېداواريت باوري كولو له په بېلو ځايونو كښې 9 صنعتي زونز جوړوي۔ ده ووئيل هېواد كښې جمهوري ادارې او اقدار مضبوط شوي۔ هېواد كښې د ټاكنو عمل روان دے۔ هيله لرو چې ددې پايې ته رسېدو سره به سياسي او اقتصادي استحكام لا زيات شي چې اثرات به ئې په ټوله سيمه وي۔ اولس مشر ووئيل هيله لرو چې د شنګھائي مرستې تنظيم ټول غړي هېوادونه به د پېښو ټولو نړيوالو چېلنجونو مقابلې له يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ وي او پاكستان به سيمه ايز امن او سوكالۍ له خپل كردار ترسره كوي۔









