قاهرہ ۔ 18 مئی (اے پی پی) د سعودی عربستان خارجه وزير عادل الجبېر وئيلي دي د امريكائي سفارت مقبوضه بېت المقدس ته وړل د نړيوال قانون په ضد دي۔ مونږ د امريكا دا ګام رد كوؤ او دا د فلسطيني ګټو په ضد په تعصب اډانه ګڼو۔ د العربيه ټي وي ترمخه دا خبره ده د مصر پلازمينه قاهره كښې د عرب خارجه وزيرانو بېړنۍ غونډه كښې خپلو خبرو …
امريكائي سفارت مقبوضه بېت المقدس ته وړل د نړيوال قانون په ضد دي۔ د سعودي عربستان خارجه وزير

مزید خبریں
قاهرہ ۔ 18 مئی (اے پی پی) د سعودی عربستان خارجه وزير عادل الجبېر وئيلي دي د امريكائي سفارت مقبوضه بېت المقدس ته وړل د نړيوال قانون په ضد دي۔ مونږ د امريكا دا ګام رد كوؤ او دا د فلسطيني ګټو په ضد په تعصب اډانه ګڼو۔ د العربيه ټي وي ترمخه دا خبره ده د مصر پلازمينه قاهره كښې د عرب خارجه وزيرانو بېړنۍ غونډه كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ غونډه كښې د امريكائي سفارت تل ابيب څخه بېت المقدس ته د منتقل كېدو او په غزه كښې د تش لاسې فلسطيني اولس په ضد د اسرائيلي ځواك د تشدد كاروايو په نتيجه كښې په رامخې ته شوي صورتحال غور وكړې شو۔ سعودي خارجه وزير ووئيل په نړيواله كچه د امريكا دا پرېكړه مسترد كړې شوې او د مقبوضه بېت المقدس حېثيت بدلول هېڅ قانوني جواز نه لري۔ ده ددې لوظ پخلې وكړو چې د فلسطيني كاز ملاتړ د سعودي عربستان اولنۍ ترجيح ده او شاه سلمان بن عبد العزيز په دې خبره زور راوړې چې سعودي عربستان به فلسطيني وګړو ته ددوئي جائز حقونو ترلاسه كولو له ددوئي مرسته كولو كښې هېڅ كمې نه كوي۔











