اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د كوېت سركاري دورې په مهال د کوېت نېول فورسز کمانډر برېګېېډيئر جنرال خالد عبداللہ او کمانډر کوسټ ګارډ کمانډر شېخ مبارک علی یوسف ال صباح سره ملاقاتونه وكړل۔ د پاك سمندري ځواك وياند ترمخه د كوېت نېول فورسز مشر برېګېډیئر جنرال خالد عبداللہ سره د ملاقات په مهال اېډمرل ظفر محمود عباسی …
د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي کوېت نېول فورسز کمانډر برېګېېډيئر جنرال خالد عبداللہ او کمانډر کوسټ ګارډ کمانډر شېخ مبارک علی یوسف ال صباح سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د كوېت سركاري دورې په مهال د کوېت نېول فورسز کمانډر برېګېېډيئر جنرال خالد عبداللہ او کمانډر کوسټ ګارډ کمانډر شېخ مبارک علی یوسف ال صباح سره ملاقاتونه وكړل۔ د پاك سمندري ځواك وياند ترمخه د كوېت نېول فورسز مشر برېګېډیئر جنرال خالد عبداللہ سره د ملاقات په مهال اېډمرل ظفر محمود عباسی د شريكې خوښې په چارو او په دوه اړ خيزه سمندري مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د دواړو هېوادونو د سمندري ځواكونو مشرانو په تربيه ٬ تکنیکی افرادی قوت او د پوهې يو بل سره د ګډولو په څانګو كښې د دواړو ځواكونو ترمينځه د مرستې په لا زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ کویت نېوی سره په تربيه كولو او د تربيه شوي افرادي قوت رسنې په لړ كښې د كوېت نېول فورسز مشر د پاك سمندري ځواك ستائنه وكړه۔ دوئي د پاك بحريه او كوېت نېول ترمينځه بېلو څانګو كښې د نزدې او مضبوطو اړيكو په حاجت زور راوړو۔ برېګېډیئر جنرال خالد عبداللہ د سميه ايز سمندري امن او استحكام په لړ كښې كوټلي او فعاله ګامونو په پورته كولو د پاك بحريه د عزم ستائنه وكړه۔ د پاك سمندري ځواك مشر كوېت كښې د پاكستان سفير غلام دستګير او د وسله والو ځواكونو پخوانو عهدېدارانو سره هم ملاقات وكړو۔د پاك سمندري ځواك دا دوره به د واړو هېوادونو او په خاص توګه د دواړو هېوادونو سمندري ځواكونو ترمينځه د شريكې مرستې لا مضبوطيا او پراختيا سوب وګرځي۔









