سیالکوټ۔ 04 جولائی (اے پی پی)د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې لوستې ټولنه كله هم دېواليه كېدې نه شي ٬ زده كړې د ملي پرمختګ او معاشي استحكام بنياد دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده په سيالكوټ كښې د يو نجي كالج كانووكېشن دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع ده فراغت ترلاسه كوونكو زده كوونكو هلكانو او انجونو له مباركي وړه او په دې خبره يۍ د …
لوستې ټولنه كله هم ديواليه كېدې نه شي٬ زده كړې د قامي پرمختګ او معاشي استحكام بنياد دے: د دفاع وزير خواجه آصف

مزید خبریں
سیالکوټ۔ 04 جولائی (اے پی پی)د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې لوستې ټولنه كله هم دېواليه كېدې نه شي ٬ زده كړې د ملي پرمختګ او معاشي استحكام بنياد دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده په سيالكوټ كښې د يو نجي كالج كانووكېشن دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع ده فراغت ترلاسه كوونكو زده كوونكو هلكانو او انجونو له مباركي وړه او په دې خبره يۍ د اطمينان څرګندونه وكړه چې په فراغت ترلاسه كوونكو كښې 80 فيصد انجونې شاملې دي۔ ده دا د هېواد سباؤن لپاره يو د ډاډ وړ علامت وكرځولو۔ ده ووئيل لوستې ټولنه كله هم دېواليه كېدې نه شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې زده كړې د ملي پرمختګ او معاشي استحكام بنياد دے۔ په دې موقع د سياسي اختلافاتو ذكر كولو سره ده ووئيل اختلاف يو فطري امر دے خو د هېواد ګټې به تل تر ټولو وړاندې اېښودل وي۔ ده په ټولو سياسي ډلو زور راوړو چې هغوي دې د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه كار وكړي۔








