پېښور۔ 04 جولائی (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي كوئټه څخه د راتلونكي مسافر بس پېښه كښې خېبر پښتونخوا سره د تعلق لرونكو په حق رسېدليو او ژوبل شوو له د مالي مرستې پېكېج اعلان كړے دے۔ د خېبر پښتونخوا حكومت لخوا د جاري شوي بيان له مخې پېښه كښې د حق رسېدلي هر وګړي كورنۍ له به 20 لكه روپۍ او هر يو ژوبل شوي له …
د وزيراعلی سهېل آفريدي د بس پېښه كښې كے پي كے سره د تعلق لرونكو په حق رسېدليو او ژوبل شوو له د مالي مرستې اعلان
پېښور۔ 04 جولائی (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي كوئټه څخه د راتلونكي مسافر بس پېښه كښې خېبر پښتونخوا سره د تعلق لرونكو په حق رسېدليو او ژوبل شوو له د مالي مرستې پېكېج اعلان كړے دے۔ د خېبر پښتونخوا حكومت لخوا د جاري شوي بيان له مخې پېښه كښې د حق رسېدلي هر وګړي كورنۍ له به 20 لكه روپۍ او هر يو ژوبل شوي له به 10 لكه روپۍ وركولې شي۔ وزيراعلی اړوندو چارواكو ته ووئيل چې ځپليو كورنيو ته مالي مرسته رسولو كښې به كوم تاخير زغملې نه شي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت په دې سخت وخت كښې ځپليو كورنيو سره ولاړ دے او ددوئي به هره ممكنه مرسته كولې شي۔











