پاكستان به تر 2025ء د نړۍ 25 لويو معيشتونو كښې شامل شي۔ اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان به تر 2025ء د نړۍ 25 لويو معيشتونو كښې شامل شي۔ د كال 2013ﺀ په مقابله كښې كال 2018ﺀ كښې ګوادر زيات سولييز او خوشحال دے۔ د نظریاتی مباحثو څخه پرته اقتصادي پرمختګ نظر كښې …
د كال 2013ﺀ په مقابله كښې كال 2018ﺀ كښې ګوادر زيات سولييز او خوشحال دے۔ د نظریاتی مباحثو څخه پرته اقتصادي پرمختګ نظر كښې نيولو سره به معاشي اصلاحات كول وي۔ سی پېک منصوبې سره به د منطقې د اولس ژوند بدل كړو۔ كوئټه څخه تر ګودار سړك جوړولو سره مو د 40 ساعتونو سفر 8 ساعته كړې۔ بلوچستان كښې د اعلی تعليم ودې له د صوبې په ټولو ضلعو كښې سب كېمپسز جوړولې شي د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال د ګوادر پوهنتون دورې په مهال طالبعلمانو او طالباتو سره خبرې

مزید خبریں
پاكستان به تر 2025ء د نړۍ 25 لويو معيشتونو كښې شامل شي۔
اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان به تر 2025ء د نړۍ 25 لويو معيشتونو كښې شامل شي۔
د كال 2013ﺀ په مقابله كښې كال 2018ﺀ كښې ګوادر زيات سولييز او خوشحال دے۔ د نظریاتی مباحثو څخه پرته اقتصادي پرمختګ نظر كښې نيولو سره به معاشي اصلاحات كول وي۔ سی پېک منصوبې سره به د منطقې د اولس ژوند بدل كړو۔ كوئټه څخه تر ګودار سړك جوړولو سره مو د 40 ساعتونو سفر 8 ساعته كړې۔ بلوچستان كښې د اعلی تعليم ودې له د صوبې په ټولو ضلعو كښې سب كېمپسز جوړولې شي
هېواد د پرمختګ په لاره روانولو له به مونږ ټولو له په ګډه كار كول وي۔ د ګوادر زلمي د پاكستان سباؤن دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ګوادر پوهنتون دورې په مهال طالبعلمانو او طالباتو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل 21 مه پېړۍ د نظريې نه بلكې د تعليم او معيشت پېړۍ ده۔ نظریاتی مباحثو څخه پرته اقتصادي پرمختګ نظر كښې نيولو سره به معاشي اصلاحات كول وي۔ ده ووئيل مونږ له به وړاندې تګ له د معيشت پرمختګ ته پام كول وي۔ ده ووئيل چين دې سوچ ته وده وركولو سره په نړۍ كښې معاشي انقلاب راوستلو كښې كاميابي ترلاسه كړه۔ ده ووئيل سي پېك منصوبې څخه د وېرېدو حاجت نشته۔ دې سره مونږ ددې سيمې د اولس ژوند بدل كړو۔ ده ووئيل حكومت ګوادر د نړۍ لويو ښارونو په صف كښې ودرولو له كوټلي ګامونه پورته كړي دي۔ ده ووئيل سی پېک كښې د كېدونكې سرمايه كاري 80 فيصد د توان په څانګه كښې ده۔ د سي پېك په سوب د پاكستان په تاريخ كښې تر ټولو زياته سرمايه كاري شوې۔ ده ووئيل 70 كالو څخه سوئي څخه مونږ ګاز اخلو ولې تېرو حكومتونو ددې پرمختګ ته پام نه دے كړې۔ موجودہ حکومت زمكې د كر جوګه جوړولو له د کچھی کېنال منصوبه پېل كړه چې ورسره به په ابتدائي توګه 72 زره اېكړ زمكه د كاشت قابله شي او وروستو به دې كښې اضافه كولو سره 162 زره اېكړه مزكه د كر قابل كړې شي چې ورسره به د بلوچستان او سوئي مزكې آبادې شي۔ ده ووئيل د چينائي ژبې زده كړې له د ګوادر 50 زلمي په سكالرشپ چين ته لېږلې شي۔









