هېټي 23 اکتوبر (اے پي پي) د هېټي چارواكو وئيلي دي چې د پلازمينه څخه 45 كلوميټره لرې د يو زندان څخه 170 بنديان تښتېدلي دي۔ د خبر له مخې دې بنديانو د تښتېدو نه وړاندې وسله وتښتوله او د ډزو تبادله وشوه۔ په ډزو كښې يو امنيتي اهلكار او يو بندي ووژل شو۔ د ډزو د پېښې نه پس بنديانو زندان مات كړو او وتښتېدل۔ د هېټي حكومت د …
د هېټي د زندان څخه 170 بنديان وتښتېدل

مزید خبریں
هېټي 23 اکتوبر (اے پي پي) د هېټي چارواكو وئيلي دي چې د پلازمينه څخه 45 كلوميټره لرې د يو زندان څخه 170 بنديان تښتېدلي دي۔ د خبر له مخې دې بنديانو د تښتېدو نه وړاندې وسله وتښتوله او د ډزو تبادله وشوه۔ په ډزو كښې يو امنيتي اهلكار او يو بندي ووژل شو۔ د ډزو د پېښې نه پس بنديانو زندان مات كړو او وتښتېدل۔ د هېټي حكومت د پېښې تصديق او غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې د تښتېدليو بنديانو لټون پېل كړې شوې۔ د چارواكو له مخې يوولس بنديان بېرته نيول شوي۔









