د اولس مشر ممنون حسېن لخوا هېواد كښې د زغم او روادارۍ نشتوالي په زياتېدونكي رجحان د اندېښنې څرګندونه۔ دا رويه به هېواد لپاره تباه كن وي چې مضر اثراتو څخه به ئې په انفرادي او اجتماعي توګه څوك بچ پاتې نه شي۔ د ترهګرۍ په ضد د قام كاميابي ناكامۍ كښې بدلېدې شي۔ د اولس مشر بيان

اسلام آباد ۔ 11 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن هېواد كښې د زغم او روادارۍ نه لرلو په زياتېدونكي رجحان د اندېښنې څرګندونه كولو سره وئيلي دا رويه به هېواد لپاره تباه كن وي چې مضر اثراتو څخه به ئې په انفرادي او اجتماعي توګه څوك بچ پاتې نه شي۔ د ترهګرۍ په ضد د قام كاميابي ناكامۍ كښې بدلېدې شي۔ اولس مشر دا خبره هېواد كښې …

اسلام آباد ۔ 11 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن هېواد كښې د زغم او روادارۍ نه لرلو په زياتېدونكي رجحان د اندېښنې څرګندونه كولو سره وئيلي دا رويه به هېواد لپاره تباه كن وي چې مضر اثراتو څخه به ئې په انفرادي او اجتماعي توګه څوك بچ پاتې نه شي۔ د ترهګرۍ په ضد د قام كاميابي ناكامۍ كښې بدلېدې شي۔ اولس مشر دا خبره هېواد كښې د زغم نه لرلو په زياتېدونكي رجحان د خپل خفګان څرګندونه كولو سره وكړه۔ ده خپل بيان كښې ووئيل نن زه ډېر خفه زړه سره اولس ته مخاطب يم۔ ده ووئيل زه محسوسوم چې ګران هېواد كښې د زغم نه لرلو رجحان مخ په زياتېدو دے۔ كه قام او په خاص توګه ځوانان ددې تباه كارۍ څخه خبر نه كړې شول او ددې مخنيوي له د حكومت سره سره د ټولنې ټولو طبقو يو كېدو سره د يو بل مرسته ونكړه نو ددې نتيجې به ډېرې خطرناكې وي۔ د رايې اختلاف د غوره ټولنې اولنې لوئې علامت دے ولې كله چې دا اختلاف د شائستګۍ حدونو څخه وځي او د كنځلو او سپكې وېنا شكل خپل كړي نو دا خطرناك شكل خپل كړي دې څخه وروسته هغه پړاؤ راځي كوم سره چې نن مونږ مخ يو۔ اعتدال ختم شي او ټولنه فساد في الارض جوړه شي۔ ده ووئيل كه مونږ بېدار نه شؤ نو وېره ده چې مونږ به په داسې لاره روان شو كومې څخه بھ چې څوك محفوظ پاتې نه شي نه كوم سياستمدار ٬ نه كوم عالم او نه كوم عام وګړې او نه كومه اداره۔ ده ووئيل زه د ټولو سياسي او غېر سياسي ادارو په شمول د قام هر وګړي او په خاص توګه د ابلاغ ذريعو ته خواست كوم چې هغه ددې انتها خوښې رجحان ختمولو له هڅې وكړي۔ ده ووئيل د اندېښنې وړ دې صورتحال مخنيوي له به ټول قام له په يو ميثاق اخلاق جمع كېدل وي۔ ده ووئيل دا خبره كول ضروري ګڼم چې حكومت د هېواد د هر وګړي د ځان او مال حفاظت ذمه وار دے له دې كبله ټولو اړوند ادارو ته هدايت كوم چې په دې لړ كښې هېڅ كوتاهي ونكړي او د قامي لارښودو په شمول د هېواد د هر وګړي حفاظت كښې هېڅ كمې ونكړي۔ زه اختلاف په كركه او دښمنۍ كښې بدلوؤنكو ته هم غږ كوم چې دا رويه به قام لپاره تباه كن وي۔ زه سياسي او غېر سياسي او مذهبي ډلو ته هم درمندۍ سره خواست كوم چې هغوي د خپلو اختلافاتو څرګندونه د ديني تعليماتو او آئين كښې د ښودلې شويو حدونو دننه پاتې كېدو سره وكړي ګني ټولنه به د بد اخلاقي پستۍ څخه بچ كول ګران شي۔

مزید خبریں